لېبیا: سیف الاسلام نړیوالې محکمې ته نه سپارو

سیف الاسلام
Image caption انتقالي حکومت وايي سیف الاسلام به په عادلانه توګه محاکمه شي.

د لېبیا د اطلاعاتو وزیر محمود شمام ویلي نیول شوی سیف الاسلام القذافي به لېبیا کې محاکمه شي، او د لاهای نړیوالې محکمې ته به یې ونه سپاري.

شمام دا هم ویلي چې د لېبیا انتقالي شوری د نړیوالې محکمې له لوی څارنوال لویس مورینو اوکامپو سره پخپله پرېکړه کې لېبیا کې د سیف الاسلام د محاکمه کولو پرېکړه وکړه.

شمام وايي چې په لېبیا کې د سیف الاسلام محاکمه کول به یوه عادله چاره وي، ځکه چې هغه (سیف) ''د لېبیايي ولس په حق کې جرمونه کړي.''

د سیف الاسلام ژوند په انځورونو کې

دا په داسې حال کې ده چې لېبیا کې د یکشنبې پر ورځ له سیف الاسلام څخه پوښتنې ګروېږنې پیل شوې.

د لېبیا دفاع وزارت کې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل په پام کې ده چې اوکامپو به لېبیا ته د خپل سفر پرمهال له سیف الاسلام سره هم وګوري.

د تېر جولای پر ۲۷مه، د جرمونو نړیوالې محکمې د انسانیت ضد جرمونو په تور د سیف الاسلام د نیولو امر وکړ.

محکمې هغه د لېبیايي ولس په سختو ځپلو هم تورن کړ.

د زنتان پوځي شوری رییس اسامه جویلي ویلي: ''سیف الاسلام په یوه بحراني وخت کې زنتان کې ونیول شو، او هیله من یو چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د بندي معامله ورسره وشي.''

برتانیا، فرانسې او د امریکا متحده ایالتونو له لېبیا څخه له نړیوالې محکمې سره د پوره همکارۍ غوښتنه کړې

اندېښنه

افریقا کې د رروسیې استازي میخاییل مارګیلوف هم د روان وضعیت په باب ژوره اندېښنه ښودلې.

جویلي وايي: ''موږ نېکبخته یو، چې د لېبیا نویو مشرانو له سیف الاسلام سره د تېز عدالت غوښتنه کړې ده.''

Image caption د نړيوالې جنايي محکمې مشر څارنوال لويس مورينو اوکيمپو وويل، لېبيا ته سفر کوي چې د ددغه هېواد له انتقالي حکومت سره د سيف الاسلام د محکمې د ځاى ځايگي په اړه خبرې وکړي.

نوموړي دا ټینګار هم کړی چې د سیف الاسلام لېږدول یا په زنتان کې محاکمه کول یوازې د لېبیا د حکومت کار دی.

۳۹ کلن سیف الاسلام د خپل پلار په واکمنۍ کې کومه رسمي دنده نه لرله، خو د وروستیو کلونو په بدلونونو او له لوېديځ سره د لېبیا د اړیکو په ښه کولو کې یې لوی لاس درلود.

سیف الاسلام د قذافي هغه وروستی تښتېدونکی زوی دی چې تر هغه وړاندې یې درې واړه وروڼه ووژل شول.

سیف العرب اپریل کې د ناټو بمبارۍ وواژه، او خمیس په اګست کې د طرابلس تر سقوط وروسته په جګړه کې ووژل شو او المعتصم بیا په 'سرت' کې تر نیول کېدا وروسته ووژل شو.

د قذافي پاتې زامنو او لور محمد او هانیبال او عایشه له خپلې کونډې صفیې سره ګاونډي الجزایر ته پنا یووړه او السعدي نیجر ته وتښتېد.

ورته مطالب