بنګله دېش د اسلامي ګوند یو مشر محاکمه کوي

دلاور حسین سعیدي
Image caption بنګله دېش د اسلامي ګوند مشر دلاوار حسين سيدي په ټول وژنه تورنوي.

بنګله دېش د اسلامي جماعت یو مشر دلاور حسین سعیدي له پاکستانه د خپلواکۍ اخیستو پرمهال د بشریت ضد جرمونو په تور محاکمه کوي.

مشر څارنوال په خپله پرانستونکې وينا کې د ستر تورن دلاور حسين سعيدي پر وړاندې تورونه په ګوته کړي، چې ټول وژنه، جنسي تېري او مذهبي ظلم هم په کې شامل دي.

دی دغه ټول تورونه ردوي، او محاکمه به نن دوشنبه هم روانه وي.

د بي بي سي خبريال انباراسان ايتاراجان د بنګله دېش له پلازمېنې ډاکې نه راپور راکوي.

دغه محاکمه د بنګله دېش لپاره يو پرېکنده پړاو په ګوته کوي، چې لا تر اوسه يې له تاوتريخوالي او زورياتي ډک خپل تېر مسایل نه دي سپين کړي.

مشر څارنوال وويل دغه محاکمه د قانون واکمنۍ او ديموکراسۍ ځواکمنولو لپاره ډېر مهمه او هم د دغه هېواد راتلونکي لپاره ارزښتناکه بلل کېږي.

خپلواکي

محکمه هغه بنګله دېشيان محاکمه کوي چې له پاکستاني ځواکونو سره په همکارۍ تورن شوي، هغوی چې هڅه يې کوله په ۹۱۷۱ کال کې د يو خپلواک هېواد په توګه د بنګله دېش د جوړېدو مخنيوی وکړي.

رسمي شمېرې اټکل کوي چې د جګړې په مهال څه د پاسه درې میليون وګړي وژل شوي، ډېری نور بې کوره شوي، او پر سلګونو زره ښځو باندې جنسي تېری شوی و.

د بنګله دېش لوی څارنوال محبوب عالم دا يو تاريخي مناسبت دی:

"دغه ملت د تېرو څه د پاسه ۴۰ کلونو لپاره دې ته په تمه و چې دغه محاکمه وګوري، موږ هغه مهال د خپلواکۍ خوځښت پر مهال د استاذانو، ښوونکيو، موسيقۍ جوړوونکو په ګډون د خپل هېواد ځلنده بچيان له لاسه ورکړي دي. نو دا زموږ اخلاقي دنده، زموږ قانوني مسؤوليت دی چې دغه تېری کوونکي محاکمه کړو."

اوس اووه تنه چې ډېر يې د بنګله دېش دوو سترو مخالفو ګوندونو غړي دي، له محاکمې سره مخامخېدونکي دي.

دوی ټول دغه ادعاوې ردوي، او پر حکومت تور لګوي چې په کسات اخيستلو پسې دی.

د محاکمې چارې په بشپړه توګه د بنګله دېش دننه سره سمبال شوې او ملګري ملتونه نه دی په کې ښکېل شوي، او د بشري حقونو ډلو حکومت هڅولی دا خبره ډاډمنه کړي چې د محاکمې چارې له نړيوالو معيارونو سره سمې ترسره کېږي.

د بنګله دېش حکومت پرې لګول شوې نيوکې رد کړې او ويلي يې دي د دغه هېواد قانون او قانوني جوړښت يې د دې پوره وړتيا لري چې د دغو محاکمو چارې سره سمبال کړي.

ورته مطالب