امنسټي د مصر پوځي شوری پر بشري سرغړونه تورنه کړه

قاهره د انځور حقوق Reuters
Image caption د مصر په تېرو درو ورځنیو تاوتریخوالو کې څه د پاسه ۳۰ کسان ووژل شول.

په مصر کې واکمنې پوځي شوری د دغه هېواد سياسي اړخونو د بېړنيو خبرو اترو غوښتنه کړې چې په وينا يې هېواد له روان سياسي کړکېچ ووتلی شي.

د د پوځ عالي شوری په يوه اعلاميه کې ويل شوي ګنې د عدليې وزارت ته يې دنده سپارلې چې د تحرير ميدان پېښو په اړه پلټنه وکړي.

د هغو خلکو شمېر چې په تحرير ميدان کې راغونډ شوي وو، په پرله پسې ډول د دوشنبې په ورځ هم په زياتېدو و.

دوی د پوځي شورا د مشر حسين طنطاوي د ګوښه کېدو شعارونه ورکول.

په همدې وخت کې پلازمېنه قاهره کې اعلان شوی چې د دغه هېواد د حکومت کابينې واکمنې پوځي شوری ته خپله استعفی وړاندې کړې ده.

د مصر د حکومت وياند محمد حجازي چې د کابينې استعفی يې اعلانوله، د تاوتريخوالي پای ته رسولو غوښتنه وکړه:

''حکومت په مصر کې په تېرو دوو ورځو کې د پېښو څارنه کوله، چې د هېوادوالو د مړينې او ټپونو لامل شوې دي. حکومت د دغو پېښو په اړه خپله ژوره خواشيني څرګندوي.

استعفی

Image caption لاریون کوونکو د پوځي شوری د مشر حسين طنطاوي د ګوښه کېدو شعارونه ورکول.

دا چې حکومت سياسي مسؤوليت لري، پوځي شوری ته يې خپله استعفی وړاندې کړې ده. په داسې حال کې هېواد له سختو شېبو تېرېږي، حکومت به تر هغه چې استعفا يې منل کېږي، خپلې دندې ته دوام ورکوي. حکومت پر خلکو غږ کوي چې په هېواد کې د ارامۍ ټينګښت لپاره خپل ځانونه کابو کړي او پر خپل وخت د پارلماني ټاکنو ترسره کولو د د يموکراسۍ لومړي پړاو ته لار برابره کړي.''

د استعفی دغه ګام له تاوتريخوالي ډک دريو ورځو احتجاجونو وروسته اخيستل کېږي چې څه د پاسه ۳۰ کسان په کې ووژل شول.

په قاهره کې د بي بي سي خبريال جان لاين په خپل راپور کې وايي:

په قاهره د مصر په رنورو ښارونو کې د ګډوډۍ له پېښو سره ملو درو ورځنيو نښتو وروسته دا خبره راڅرګنده شوه چې د دغه هېواد حکومت خپله استعفی وړاندې کړې ده.

وارخطا

وزيران په ښکاره د احتجاجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي ډک غبرګون په اړه وارخطا دي، او دوی له وړاندې په دې اړه په زياتېدونکي ډول ناخوښ وو، چې د واکمنې پوځي شوری له لوري يو اړخ ته شوی دي. شک نه شته چې دغه ګام به احتجاجونو ته نور زور هم ورکړي، خو د پوځ لپاره هم يوه ستره سياسي لانجه جوړوي.

د انځور حقوق AP
Image caption د بښنې نړیوال سازمان د مصر په تازه اړدوړ کې د مرګ ژوبلې د پلټنې غوښتنه کړې.

هر څنګه نوي وزيران چې پر دندو ګومارل کېږي، له پوځ به د نورو واګو غوښتنه کوي، دا يو داسې څه دي چې پوځ يې تر اوسه پر وړاندې مقاومت کوي.

خو د واکمن پوځ پر وړاندې به له دې لا نوره خطرناکه سېناريو دا وي که دوی پر حکومت پرانيستی کنټرول وکړي.

دا به د هر هغه څه مسؤوليت لا پر مخامخ ډول د دوی پر غاړه واچوي، چې اوس په مصر کې په نا سم لوري روان دي، په کره ډول هغه څه چې دوی ترې د ډډې کولو هڅه کوله.

ورته مطالب