امریکا او لوېديځ پر ایران لا نور بندیزونه غواړي

هیلري کلنټن
Image caption هیلري کلنټن وويل د ایران لومړی پیټرو کیمیا باید تحریم شي.

امريکا د ايران پر وړاندې د يو لړ بنديزونو لګونې اعلان کړی چې موخه يې د دغه هېواد تېل او پېټرو کيمياوي صنعت دی.

واشنګټن فابريکو او شرکتونو ته هم خبرداری وکړی چې د ايران مالي سکتور او بانکونو سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې چلن نه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هیلري کلنټن وويل هېواد يې د ورستيو ورځو بېلګو ته په ځواب کې دا ګام پورته کړی چې ښيي ګنې ايران په پرله پسې ډول د خپلو نړيوالو مسوليتونو ننګونه او له نړيوالو معيارونو سرغړونه کوي.

دې وويل ايران بايد پوه شي چې نړيواله ټولنه به پرې د بنديزونو کړۍ راتنګولو ته دوام ورکوي:

''پيغام روڼ دی، که د ايران سرزوري دوام وکړي، نو له زيتېدونکي فشار او ګوښي والي سره مخامخ شي. نن امريکا يو لړ ګامونه اخلي چې دا اختيار نور هم ورسره تېره کړي. لومړی ولسمشر اوباما يو اجرايوي فرمان لاسليک کړ، چې د لومړی ځل لپاره په ځانګړي ډول د ايراه پېټرو کيمياوي صنعت په نښه کوي چې د صادراتو د عايداتو مهمه سرچينه او د بندو شويو فعاليتونو کې د وارداتو پوښ جوړوي.''

بانکي راکړه ورکړه

Image caption واشنګټن فابريکو او شرکتونو ته هم خبرداری وکړی چې د ايران مالي سکتور او بانکونو سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې چلن نه کوي.

په همدې وخت کې د برتانيا حکومت هم ويلي هېواد به يې له دې وروسته د ايران له هېڅ بانک سره هم راکړه ورکړه ونه کړي.

دغه پرېکړې د ملګريو ملتونو د تېرې اوونۍ له راپور ورسته کېږی چې په ويل شوي ګنې ايران د اتومي وسلو پروګرام پر مخ بيايي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیرې هیلري کلنټن وويل د برتانيا کاناډا له ورته ګامونو له اعلان وورسته د دې په وينا له نورو نړيوالو ملګريو يې په راتلونکو ورځو کې د نورو بنديزونو لګولو اټکل کوي.

اټکل دی د برتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامیرون د اروپايي ټولنې له هېوادونو غوښتنه وکړي چې د بنديزونو لګونې له يون سره يې مله شي.

ورته مطالب