ايا د پاکستان حکومت د ړنګېدو په درشل کې دى؟

Image caption که امریکايي چارواکو ته د لیک په لېږلو کې د زرداري لاس لرل ثابت شي، ښايي حکومت یې راوپرځول شي.

په پاکستان کې د اصف علي زرداري پر حکومت د مخالفو ګوندونو او د پوځ له لوري فشار له دې کبله ډېر شوی چې اسامه بن لادن ولې د پاکستان خاوره کې ووژل شو.

پر پاکستاني حکومت دا تور هم دی چې ګني د امریکا پوځ ته یې د پوځ د واک د کمزوري کولو په موخه یو پټ لیک استولی دی.

مخالفانو د ښاغلي زرداري حکومت په ملي خیانت تورن کړی دی.

محرم لیک

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر حسین حقاني چې د دې لیک په لېږلو تورن دی، د برخلیک په اړه یې تر څو ساعتونو پورې د پاکستان ولسمشر د پوځ او څارګرې ادارې آی ایس آی له رییسانو سره د تړل شوو دروازو ترشا غونډه لرله.

په دې ناسته کې د ښاغلي حقاني برخلیک ټاکل کېږي.

په دې محرم لیک کې چې د اسامه بن لادن تر وژل کېدا څو ورځې وروسته د امریکا مخکني امیرالبحر مایک مولن ته استول شوی و، راغلی: ''د ښاغلي زرداري دولت د امریکا په همکارۍ غواړي د پاکستان د ملي امنیت مشري ګډه وډه کړي، د پاکستان استخباراتي غړي په ځانګړې توګه د ایس څانګه چې له طالبانو سره په تړاو لرلو تورنه ده، له منځه یووړل شي. ''

د مایک مولن یوه ویاند منلې چې دا لیک یې ترلاسه کړی دی.

دسیسه

خو په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني چې ددې لیک په لېږلو کې اصلي لوبغاړی بلل کېږي، په لیک کې د هر راز دخالت نټه انکار کړی او دا یې د اصف علي زرداري او د پاکستان ناپوځي دولت پر ضد یوه دسیسه بللې ده.

په دې لیک کې دا وړاندیز هم شوی چې: ''ایبټ اباد کې دې د اسامه د وژلو په تړاو، د امریکا تر څارنې لاندې بې پرې پلټنې وشي او اسلام اباد دې د ایمن الظواهري، ملامحمد عمر او جلال الدین حقاني په څېر سخت دريځي چې پاکستان کې دي، ونیسي او یا دې امریکا ته دا شنه اشاره ورکړل شي چې ګني د دغو کسانو پرضد عملیات کوي.''

احتمالي کودتا

خو د پاکستان د ناپوځي دولت ددې اقداماتو په درشل کې، د پیغام استوونکي له جګپوړو پوځي امریکايي چارواکو غوښتي چې د پاکستان دولت د احتمالي کودتا په صورت کې د پوځ د لوی درستیز جنرال پرویز اشفاق کیاني ساتنه وکړي.

د لیک لیکونکي امریکايي چارواکو ته دا هم ویلي چې د اسامه بن لادن په پټولو کې د پاکستاني استخباراتي کړیو لاس لرلو د پاکستان ناپوځي سیاستوالو ته دا زمینه برابره کړه چې پر پوځ او څارګرو ادارو خپل کنټرول ډېر کړي.

یو شمېر په دې اند دي چې پاکستان کې ددغه هېواد پوځ د چارو واګي په لاس کې لري او ناپوځي منتخب دولتونه له وېرې د پوځ تر اغېز لاندې راځي.

پاکستاني الاصله امریکايی سودګر منصور اعجاز مني چې په واشنګټن کې د پاکستان نفوذ لرونکي سفیر حسین حقاني دا لیک چمتو کړی او همده د امریکا مخکني امیرالبحر مایک مولن ته ورکړی دی.

Image caption د مایک مولن یوه ویاند منلې چې دا لیک یې ترلاسه کړی دی.

ښاغلي اعجاز رسنیو ته ویلي چې حسین حقاني چې ددې لیک اصلي طرحه کوونکی دی، په دې باور و که چېرې پر پاکستاني پوځ نړیوال فشارونه ډېرېږي، غوره به دا وي چې پاکستان کې اوسنی سیستم بدل شي، ددغه هېواد پوځ کمزوری او پاکستان کې څپڅپانده دیموکراسي پښه ټينګه کړي.

پاکستان کې پوځ او ناپوځي حکومت ترمنځ د واک توازن نشته.

پوځيانو څو ځلې ددغه هېواد ناپوځي دولتونه چې فکر یې کاوه د دوی د سیاست پرخلاف فعالیت کوي، راپرځولي پوځي حکومت یې واک ته رسولی دی.

ډېر په دې باور دي که چېرې ثابته شي چې حسین حقاني او اصف علي زرداري امریکايي پوځي چارواکو ته ددې لیک په استولو کې رول درلود، ډېره لیرې به نه وي چې د پوځ جنرالان د خلکو ګوند له واکه لیرې کړي.

ورته مطالب