برتانيا کې د سرطان د ناروغانو د پايښت موده څيړل شوې

سرطان
Image caption د ښځو د سينې سرطان تر نورو سرطان ناروغيو ډير د درملنې وړ بلل شوى

دې څيړنې په تيرو څلورو لسيزو کې د سرطان شل ډوله جلا جلا ناروغيو ته کتنه کړې او دا يې ليدلي چې له کوم ډول څخه ناروغ په څومره موده کې ژوند له لاسه ورکوي.

شميرې ښيي چې په تيرو څلوېښتو کلونو کې د برتانيا د سرطان د ناروغانو د پايښت عمر له يوۀ تر شپږو کلونو ډير شوى دى.

خو د مکميلن په نامۀ د سرطان د ملاتړ اداره وايي چې د ځينو ناروغيو لکه د سږي او معدې په سرطان کې ډير پرمختگ نه دى شوى.

دوى وايي دا څيړنه به د سرطان ناروغان وپوهوي چې تر څومره وخته ژوندي پاتې کيدى شي.

د برتانيا د روغتيا وزارت وايي دوى هغو ناروغيو ته ډير پام کوي چې د ناروغانو د پايښت کچه پکې ټيټه ده.

اوسط

په څيړنه کې د ناروغۍ له څرگنديدا رانيولې تر هغو چې ناروغ ساه ورکړې، موده شميرل شوې او په دې توگه يې د پايښت اوسط موندلى دى.

د مکميلت ادارې مشره کرين ديوين وايي دا يو لوى پرمختگ دى:

" د ناروغ د پايښت اوسط وخت معلومول يو نوى او دقيق تصوير څرگندوي چې تر څومره وخته پورې د سرطان يو ناروغ ژندى پاتې کيدى شي."

دا شميرې په برتانيا کې د هغو کسانو چې په ١٩٧٠ يا ١٩٧١ کال کې د سرطان په ناروغيو اخته شوي وو او هغو چې څلور لسيزې وروسته يې موندلې د پايښت اوسط عمر څرگندوي.

څلور لسيزې وړاندې په سرطان اخته برتانوى يو کال ژوندى پاتې کيدى شواى خو اوس ښايي شپږ کاله وپايي.

د سرطان شپږ ناروغۍ اوس داسې دي چې ناروغ يې ښايي تر لسو کالو پورې ژوندى پاتې شي.

تردرو کلونو کمه

تر ټولو ډير پرمختگ د کولمو په سرطان کې ليدل شوى چې اوس پرې اخته برتانوى ښايي تر ١٧ کلونو پورې ژوندى پاتې شي.

خو دا څيړنه د نهو داسې سرطان ناروغيو يادونه هم کوي چې لا تر اوسه ترې د ژوندې پاتې کيدو موده خورا لنډه يعنې تردرو کلونو هم کمه موده.

د سږو، مغزو او توري سرطان د درملنې په برخه کې په تيرو ٤٠ کلونو کې ډير پرمختگ نه دى شوى.

٤٠ کلن ادرين انتويس د انگلستان د شفيلډ ښار اوسيدونکى دى، سږ کال په پسرلي کې دى د سږي په سرطان اخته شو.

دۀ ته ډاکټرانو وويل چې ايله څو مياشتې به وپايي.

انتويس هيله من دى چې دا نوې څيړنه به دغه ډول سرطان ته د خلکو پام ور واړوي چې د پايښت موده يې کمه ده.

دى وايي :

" زۀ چمتو يم چې په مياشتو مياشتو درملنه وکړم که د رغيدو هيله ولرم. خو زما د درملنې او رغيدو هيله نشته، ژوند دى بايد څه چې پېښيږي ځان ورته ټينگ کړم."

د ښځو د سينو د سرطان د رغيدو هيله تر نورو هغو ډير بلل شوي دي.

ورته مطالب