عرب ليګ پر سوريې د بنديزونو لارښووونه کړې

د انځور حقوق AP
Image caption سوريې د دغې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی او عربي ټولنه یې پر اقتصادي یرغل تورنه کړې ده.

عرب ليګ يا د عربي ټولنې د ماليې وزیرانو د حکومت ضد مظاهره چیانو د بي رحمانه ځپلو پر وړاندې، پر سوريې د کلکو بندیزونه لارښونه کړې ده.

په دې اړه به وروستۍ پريکړه نن کيږي ،خو خبریالان وايي چې پرېکړه لا له وړاندې نیول شوې ده.

په دغو بندیزونو کې پر هوايي سفرونو او عربي هېوادونو ته د سوريې د لوړ پوړو چارواکو د سفرونو بندول شامل دي.

خو ښايي د سوريي دوه ګاونډیان عراق او لبنان د دغو بندیزونو ننګه ونه کړي.

سوريې د دغې پرېکړې پر وړاندې قهرجن غبرګون ښودلی او عربي ټولنه یې پر اقتصادي یرغل تورنه کړې ده.

عرب ليګ وروسته له هغه پر سوريې دا بندیزونه لګوي چې ولسمشر بشارالاسد له عرب ليګ سره په کړې ژمنه ونه درېد.

دا څويمه مياشت ده چې په سوريه کې خلک د اوسني ولسمشر د لرې کېدو غوښتنه کوي.

په دغه موده کې د حکومتي ځواکونو او مظاهره چيانو ترمنځ ډېرې نښتې شوي، چې په پايله کې په سلګونه کسان وژل شوي او ټپي شوې دي.

دغلته د سوريې فعالين وايي چې يو زيات شمېر لاريون کوونکي حکومتي ځواکونو په بند کې ساتلي دي.

ورته مطالب