اطهر عباس: پاکستاني پوځ پاروونکې ډزې نه دي کړي

پاک پوځ د انځور حقوق Reuters
Image caption پاکستان وايي په لسګونه زره پوځيان يې له افغانستان سره پر پوله دېره دي.

د پاکستان پوځ هغه راپورونه رد کړي، چې ګنې له پولې ها خوا یې د ناټو د هوایی برید د راپارولو لپاره ډزې کړي، چې لږ تر لږه ۲۴ تنه پاکستاني پوځيان په کې ووژل شول.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس د هغو لویدیځو او افغان چارواکو چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي هغه راپورونه بې ځایه وبلل، چې ګواکې ناټو د پاکستان له پولې بلې خوا، د ډزو په ځواب کې هوایي برید کړی دی.

د پاکستان پوځ وايي په تېرو دريو کلونو کې د ناټو په اتو بريدونو کې د پوځ د افسرانو په ګډون د امنيتي ځواکونو ۷۲ کسه وژل شوې دي.

دوی وايي په همدې موده کې د دغو بريدونو په پايله کې د امنيتي ځواکونو نژدې ۲۵۰ نور افسران ټپيان شوې دي.

د بي بي سي له اردو څانګې سره د خبرو پر مهال د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال اطهر عباس ويلي پر پاکستاني پوځيانو د ناټو د تازه بريد پایلې به خورا درنې وي.

کله چې له ښاغلي عباس نه پوښتنه وشوه چې د پاکستاني پوځيانو په وژنه یوازې د افسوس ښکارول کافي دي هغه وويل، دا کافي نه دي:

"نه صيب، موږ پوهېږو چې دا کافي نه دي او موږ دا نه قبلوو، ځکه چې دا ډول پېښې په تېر کې هم شوې دي."

د پاکستان پوځ وايي د ناټو ځواکونو څرخي الوتکو د مهمند په اېجنسۍ کې د پاکستان پر دوو پوځي چوڼيو بريد وکړ چې د دوو پوځي افسرانو په ګډون په کې ۲۴ پوځيان ووژل شول او ۱۳ نور ټپيان شول.

خو ناټو او افغان ځواکونو بي بي سي ته ويلي چې پر پوله د افغان او ناټو ځواکونو د ځانګړو عملياتو پر مهال د پاکستان له لوري پر دوی بريد شوی دی.

د پاکستان د پوځ وياند دا ادعا رد کړه چې ګواکې ناټو دې ځوابي برید کړی وي.

پاکستان وايي د دوی په لسګونه زره سرحدي پوځيان له اورپکۍ سره د مبارزې په موخه له افغانستان سره پر پوله پراته دي.

پاکستان دغې پېښې ته له قهره ډک غبرګون ښوولې او په لومړي ګام کې يې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د تلونکو اکمالاتي لاريو مخه نيولې ده.

پاکستان دغه راز له امريکا دا هم غوښتي چې په ۱۵ ورځو کې دننه، دننه دې په بلوچستان کې د شميسي هوايي اډه خالي کړي.

ويل کېږي چې امريکا له دغې اډې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د وسله والو طالبانو او القاعده پر ضد د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو هوايي ګوزارونه کوي.

د دغې پېښې په اړه ناټو او امريکايي چارواکو بښنه غوښتې او ويلي يې دي چې د دغه بريد پلټنه کوي.

ورته مطالب