پاکستان: د بن په کانفرانس کې برخه نه اخلو

بن
Image caption د بن لومړى کانفرانس په ٢٠٠١ کال کې وشو

پاکستاني چارواکي وايي دوى به راتلونکې اوونۍ په بن کې د افغاتنستان په باب له کيدونکي کانفرانس څخه بايکاټ کوي.

اسلام اباد په دې قهروړى دى چې ناټو ځواکونو يې سرتيري وژلي وو.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند مارک تونر د دوشنبه په ورځ ( د نومبر ٢٨) هيله ښوولې وه چې پاکستان به د بن په کانفرانس کې گډون کوي.

په کابل کې د افغان حکومت يوۀ چارواکي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې دوى ته لا تر اوسه رسمآ اسلام اباد په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه چارواکي چې د نوم له ښوولو يې ډډه کوله هيله وښووله چې پاکستان به د بن په کانفرانس کې گډون وکړي.

د بن کانفرانس په دې هيله جوړيدونکى دى چې د سيمې او نړۍ ټولې هغه غاړې چې د افغانستان په مسايلو کې ښکيلې دي سره ټولې شي او په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د امنيت په باب خبرې وکړي.

يوۀ پاکستاني چارواکي رسنيو ته وويل دوى وپتېيله چې د سرتيرو د وژنې له امله د بن په کانفرانس کې برخه وانه خلي.

پاکستان وايي ناټو د شنبه په ورځ( د نومبر ٢٦) په نا پارول شوي بريد کې د دوى ٢٤ سرتيري ووژل او ١٣ نور يې ټپيان کړل.

ناټو هغه پېښه تراژيدي وبلله او ويې ويل چې تېروتنه وه.

امريکايي مامورين وايي د ناټو له لورې او د امريکا له خوا په جلا پلټنو کې به جوته شي چې هغه بريد څرنگه شوى و.

د هغو پلټنو جزييات به د دسمبر په ٢٣ مه نېټه اعلانيږي.

ورته مطالب