پاکستانى طالب قومندان: اسلام اباد سره سوله نه کوو

قومندان ولي

د پاکستاني طالبانو مهم قومندان عبدالولي وايي له اسلام اباد سره خبرې ناشونې دي

د پاکستاني طالبانو اوحکومت ترمنځ د قومي مشرانو په منځګړتوب د خبرو اترو تر رابرسيره کيدو وروسته د پاکستاني طالبانو يوه قومندان د پخلاينې خبرې رد کړي.

د مهمندو ايجنسۍ ځواکمن طالب قومندان وايي کله کله لنډ مهاله اور بند د دې لپاره کوي چې طالبان له سره بيا ځانونه سمبال کړي.

د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د احتمالي خبرو په غبرګون کې د دغې ډلې يوه سميه ييز مشهور قومندان سوله له امکانه وتلې بللې.

بې بې سي ته په يوه رسيدلي غږيز او ويډيويي پيغام کې د پاکستاني طالبانو يوه قومندان عبدالولي چې په عمر خالد مشهور دى له اسلام اباد سره د جوړ جاړي خبرې تر هغې ناشونې بللي چې په وينا يې په دغه هيواد کې سوچه اسلامي نظام پلى نه شي.

دمهمندو ايجنسۍ د طالبانو دغه قومندان وايي له پاکستاني حکومت سره تر اوسه شوي د اور بند تړونونه د مصلحت له مخې د دې لپاره کيدل او کيږي چې پر طالبانو فشار را کم او له سره سمبال شي.

د پاکستاني طالبانو دغه قومندان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د رپوټونو تر مخه د قبايلي مشرانو په منځګړتوب د لويو شرطونو په وړاندې کولو د خبرو هڅې پيل شوي.

په دغو شرطونو کې د اسلام اباد او امريکا د اړيکو پريکول پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو د ګوازارونو درول او ځينې نور شرطونه ياد شوي چې تر سره کول يې د ډيرو په باور اسانه نه دي.

د پاکستاني طالبانو دغه قومندان سره له دې چې تر واک لاندې ډيرې سيمې يې له لاسه وتلي خوبيا هم د اوږدې جګړې لپاره ټټر وهي او دعوه لرې چې په تيرو جګړو کې يې دومره وسله ولجه کړې چې ډير موده پرې جنګيدلى شي.

عبدالولى د ځينو هغو پاکستانيو پوځيانو چې په وينا يې د جګړو په ترڅ کې يې نيولې او له ډېرې مودې ورسره بنديان دى د برخليک په تړاو هم غږيديلې دى.

دى وايې اوس هم ورسره څو درجنه پاکستاني پوځيان بنديان دي چې په وينا يې تراوسه د پاکستان حکومت دهغوې د خلاصون په تړاو د دوى پرغوښتنو غوږ هم نه دې ګرولى.

د پاکستانى طالبانو دا سيمه ييز قومندان عبدالولې وايې څلويښت پاکستاني پوځيان به چې د جګړو په ترڅ کې د دوى لاس ته ورغلې هغه وخت خوشې کړې چې حکومت د دوى بندې ملګرې ازاد کړي.

دپاکستان حکومت د طالبانو په دغه اغيز لرونکي قومندان پسې چې اوس هم ډ ير شمير جنګيا لي لرې لټه کوي خو په ګوتولا نه دى ورغلى.

عبدالولي په مهمندو او باجوړ ايجنسيو کې د ډيرو جګړو نخښتو او ځانمرګو بريدونو پړه مني چې سلګونه کسان پکې تر اوسه وژل شوي.

د تيرې شنبې په ورځ د مهمندو ايجنسۍ او کونړ پر پوله چې د پاکساني عسکرو کومه پوسته د ناټوپه بريد کې په نښه شوه ، دوه کاله وړاندې همدغه ځاى ته څيرمه په ګلاپړۍ کې د عبدالولى جنګياليو د پاکستان د پوځ يوه پخه چوڼۍ ووهله چې په ترڅ کې يې ګڼ شميرپوځيان پاکستاني طالبانو ونيول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .