پر غاښونو پام د زړه د ناروغۍ ستونزې کموي

غاښونه
Image caption څېړونکي وايي هرڅومره چې ډاکټر د ناروغه د غاښونو له پاکوالي ډاډه شي، هومره د ناروغ د زړه له ناروغۍ ډاډمنېږي.

په ټایوان کې یوې څېړنې ښودل هغه کسان چې په منظم ډول خپل غاښونه مينځي، د زړه له حملې یې د ژغورلو ۲۴٪ او ۱۳٪ یې د دماغي حملې د له منځه تلو امکان شته.

د تایبه د ویټرال جنرل پوهنتون د زړه د ناروغیو متخصص ډاکټر زوین تاچین وايي، دا څېړنه د نړۍ پر یو شمېر کسانو چې غاښونه منظم مينځي، او هغه چې نه یې مینځي، عملي شوې ده.

په دې څو کلنه څېړنه کې راغلي، چې د خولې په اړه ناوړه صحي عادتونه د زړه د ناروغیو سبب ګرځي.

څېړونکي وايي، هر انسان باید د غاښو یوه متخصص ډاکټر ته په کال کې یوځل ورشي.

دوی وايي، هرڅومره چې انسان د خپلو غاښو او خولې د پاکوالي لپاره کار وکړي، هومره یې د زړه د ناروغۍ احتمال کمیږي.

دغه څېړنه په څه باندې ۱۰۰ زره کسانو له ۲۰۰۷ کال راهیسې عملي شوې ده، چې وروستۍ پایله یې په ټایوان کې خپره شوه.

ورته مطالب