د لندن مرکزي جومات

د لندن مرکزي جومات په بريتانيا کې له مشهورو جوماتونو شمېرل کېږي، او د لندن په شمال کې له ريجېنټ پارک سره څېرمه دی. د جومات د وېبپاڼې په وينا دا په بريتانيا، اروپا او امريکا کې تر ټولو فعال او مهم اسلامي مرکز بلل کېږي.

د لندن مرکزي جومات
د عکس تشریح،

په ۱۹۴۰ کال کې د بريتانيا حکومت په دغه هېواد کې اسلامي ټولنې ته د مرکزي جومات مځکه د سوغات په توګه ډالۍ کړه، چې خپل جومات او اسلامي کلتوري مرکز په کې جوړ کړي.

د عکس تشریح،

د ۱۹۴۰ کال په نومبر کې پاچا جورج ۶ د لندن مرکزي جومات د بنسټ ډبره کېښوده، خو د جوړولو کار يې بيا اوږده موده ولاړ و.

د عکس تشریح،

د دوهمې نړيوالې جګړې له امله د جومات جوړلو کار وځنډېد. بيا د سعودي، کويټ، لبنان او پاکستان په ګډون هېوادونو په يو غږ د جومات جوړلو هڅې تازه کړې، او په ۱۹۶۹ کال کې د جومات ودانۍ لپاره له ډېرو وړاندې شويو ډېزانونو نه د انګرېز معمار فرېډرېک ګېبرډ ډزاين غوره شو.

د عکس تشریح،

د لندن مرکزي جومات د جمعې په ورځو کې له لمونځ کوونکيو ډک وي.

د عکس تشریح،

د جومات جوړولو لګښت لپاره هغه مهال د سعودي پخواني پاچا فيصل بن عبد العزيز او د متحده عرب اماراتو مشر شيخ زايد بن سلطان پانګه ورکړه.

د عکس تشریح،

د جومات جوړولو کار بيا په ۱۹۷۴ کال کې پیل شو، چې نارينه او ښځينه لمونځ کوونکيو لپاره بېل ځايونه، کتابتون، اداري او استوګنې ودانۍ په کې شاملې وې.

د عکس تشریح،

د جومات جوړونې کار په ۱۹۷۷ کال کې بشپړ شو، چې ټول ۶،۵ مليون پونډه لګښت پرې راغلی دی.

د عکس تشریح،

د جمعې په ورځ چې د دسمبر ۲ مه او د محرم ۷ مه وه د سعودي مخور شيخ سعد البريک خطبه ورکړه، چې د مسلمانانو ترمنځ د يووالي پر ارزښت يې په کې خبرې کولې.

د عکس تشریح،

شيخ سعد البريک خطبه په عربي ورکوله، او د لندن مېشت بېلابېلو ژبو لموځ کوونکيو ورته غوږ نيولی و.

د عکس تشریح،

په جومات کې د قرآن کريم ګڼ شمېر نسخې هم شته چې لمونځ کوونکي يې تلاوت کوي.

د عکس تشریح،

جومات د ۴۵۰۰ لمونځ کوونکيو لپاره جوړ شوی، خو په اوړي کې چې لمونځ کوونکي بهر هم درېدی شي، نو بيا ۶۰۰۰ کسان په کې ځايېږي.

د عکس تشریح،

د لندن مرکزي جومات او ورسره تړلي کلتوري مرکز په بريتانيا کې د اسلام او مسلمانانو د پام مرکز ګڼل کېږي.