اروپايي ټولنه پر ايران نور بنديزونه غواړي

ايران اروپايي ټولنه
Image caption د اروپايي ټولنې ځينو غړو پر ايران لا سخت بنديزونه غوښتل

اروپايي ټولنې د ايران پر اټومي پروگرام د زياتېدونکو اندېښنو په رڼا کې پر هغه هيواد د نورو بنديزونو د لگولو غوښتنه کړې ده.

لسگونه ايراني شرکتونه او ځانگړي افراد به چې برتانيا پرې لا د مخه بنديزونه لگولي ، تر نويو محدوديتونو لاندې راشي.

خو اروپايي وزيران چې په بروکسل کې راټول شوي وو، د ايران پر تېلو د بنديز په اړه موافقې ته ونه رسېدل.

دغه ډول بنديزونه د ځينو له نظره د ايران اټومي پروگرام ته د پيسو په وچولو کې مهمه ونډه درلودلى شي.

د اروپايي وزيرانو دا غونډه په تهران کې د برتانيا پر سفارت د بريد د ځواب لپاره نه وه جوړه شوې، خو لکه چې په بروکسل کې د بي بي سي خبريال جيمز رينالدز وايي په پاى کې پرې ددغې پېښې اغېز پرېوت.

خبريال زياتوي د اروپايي وزيرانو دا غونډه د تهران تر بريد خورا مخکې پلان شوې وه، خو دغې پېښې ورته نور بيړنى حالت ورکړ.

لست

وزيرانو په يوه وينا کې دغه بريد غندلى او د وړ ځواب د ورکولو ژمنه يې کړې ده، که څه هم روښانه نه ده چې دغه ځواب به څه وي.

دوى دا موافقه هم وکړه چې ٣٩ ايرانيان او ١٤١ ايراني شرکتونه د بنديزونو په لست کې ورزياتوي.

دغه ټول د ايران په اټومي پروگرام کې پر ښکېلتيا تورن دي.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هيگ وويل:

"د ايران رژيم ته پيغام دا دى چې په دې اړه د اروپايي هيوادو عزم ډېر ټينگ دى او د برتانيا پر سفارت د دې اوونۍ له شرمه ډک بريد نه شي کولى چې موږ له دې اقدامه راوگرځوي."

ځينو هيوادو غوښتل چې آن تر دې هم مخته ولاړ شي.

ډېرو يې د ايران پر تېلو د بنديز خبره راپورته کړه، چې عجيب اقدام کېدى شواى، خو مخالفت يې وشو.

پر ځاى يې د وزيرانو سلا پر دې راغله چې د ايران د انرژۍ د برخې خلاف دې پر يو لړ اقداماتو غور وشي او د پلي کولو پرېکړې دې راتلونکې ته وځنډول شي.

ورته مطالب