په هندي مجله کې د پاکستانۍ هنرمندې بربنډ تصوير

وينا ملک د انځور حقوق na
Image caption وينا ملک وايي چې دې دغه تصوير له جامو سره اخيستی دی.

د يوې پاکستانۍ هنرمندې، وينا ملک هغه تصوير چې بربنډه په کې ښوول شوې او پر مټ يې آی اس آی ISI ليکل شوی ناندری او جنجالونه را ټوکولي دي.

د هند د FMH مجلې ايډيټر وايي چې دغه تصوير حقيقي دی، خو پخپله وينا ملک وايي چې دې دغه تصوير په جامو کې اخيستی او د دې په وينا لاس په کې وهل شوی دی.

دغه موضوع په پاکستان کې له دوو اړخو حساسه ده، يو دا چې د دې عکس لوڅ ښوول شوی او بل دا چې د دې پر مټ د پاکستان د څارګرې جنجالي ادارې ISI نښان هک شوی دی.

پاکستاني رسنيو د وينا ملک د يوه وياند له قوله ويلي چې مېرمن ملک د تصوير اخيستو په داسې یوه محفل کې هېڅکله هم ګډون نه دی کړی.

خو د هند د اف اېچ ام مجلې ايډيټر بي بي سي ته ويلي چې په تصوير کې يې هېڅ لاسوهنه نه ده کړې او بلکل حقيقي دی.

د هندي مجلې ايډيټر کبير شرما په اسلام اباد کې د بي بي سي نوشين عباس ته ويلي چې: " له موږ سره د عکس اخيستو فلم شته او دا چې د مجلې پر مخ وينا ملک څنګه ښکاره شي په دې اړه له موږ سره د هغې ايميلونه شته."

ښاغلي شرما زياته کړه: "د دې نظريه چې د ISI نښان دې د هغې پر مټ هک شي زما وه. او دا چې دا دې په تور خط وليکل شي دا نظر د وينا ملک وو."

هغه وويل دا تصوير د ساتېری او ټوکې پر بنياد اخيستل شوی، ځکه په هند چې هر څه خراب شي، نو موږ وايو د دې تر شا د ISI لاس دی.

ISI په وروستيو مياشتو کې وروسته له هغه د سر سر خبر وو چې يوه جګپوړي امريکايي چارواکي دغه اداره د دغه هېواد په قبايلي سيمو کې د وسله والو اورپکو په ملاتړ تورنه کړه.

په سپټمبر مياشت کې اډمېرل مايک مولن وويل چې د حقاني شبکه د پاکستان د څارګرې ادارې آی اس آی مټ دی.

پاکستان په تنده لهجه دغه تورونه رد کړې دي.

Image caption د مجلې ايډيټر کبير شرما وايي دا تصوير اصلي دی او لاس په کې نه دی وهل شوی.

خبريالان وايي د وينا ملک دغه تصوير چې د هند د سړيو مجلې د ډسمبر د ګڼې پر مخ چاپ شوی، د پاکستان د حکومت او خلکو تند غبرګون را پارولی دی.

ډېرو پاکستانيانو د ټوېټر او فېسبوک په ټولنيزو پاڼو کې د دغه تصوير په هلکه خپل تاسف څرګند کړی دی.

د پاکستان اېکسپرس ټربیون ورځپاڼه وايي چې د وينا ملک يو استازی د عکس اخيستو په دا ډول محفل کې د هغې برخه اخيستل ردوي.

ورځپانې د سهېل راشد له قوله ليکلي چې: " وينا ملک خپل حدود پېژني، دی وايي موږ يو څه بې باکي کړې ده چې هغه زموږ پر وېبپاڼه شته، خو هغه خپل حدود پېژني."

خو د مجلې ايډيټر وايي چې د وينا ملک د استازي په اړه يې څه نه دي اورېدلي او زیاته کړې يې ده چې مېرمن ملک تر اوسه له ده سره اړيکه نه ده نيولې او نه يې ترې غوښتي چې دا عکس بدل او يا هم بيخي د مجلې له مخه لرې کړي.

خو د پاکستان رسنيو ته پخپله وينا ملک ويلي چې د دې په عکس کې لاس وهل شوی او په دې اړه به د مجلې د مدير پر وړاندې قانوني دعوا وړاندې کړي.

پاکستانۍ هنرمنده وينا ملک له دې وړاندې هم څو ځله د ناندريو مرکز وو.

هغه وروسته له هغه چې په ۲۰۱۰ کال کې د هند په يوه تلوېزيوني پروګرام بګ باس کې راڅرګنده شوه د پاکستان د مذهبي مشرانو او خلکو غوصه يې را وپاروله.

د دې کال په مارچ مياشت کې وينا ملک هغه مهال يو ځلې بيا د خبرونو سر ته راووته چې پر يوه تلويزيوني بحث کې يې يو ملا وننګاوه.

ورته مطالب