تر ۲۰۱۴ پورې وروستۍ سپوږمۍ نیونه

سپوږمۍ
Image caption پوهان وايي چې تر ۲۰۱۴ پورې به سپوږمۍ ونه نیوله شي.

د شنبې ورځې په ماښام د ۵۱ دقیقو او اتو ثانیو لپاره سپوږمۍ ونیول شوه، چې به استرالیا، اسیا او شمالي امریکا کې یې خسوف ولیدل شو.

ساینس پوهانو ویلي چې تر ۲۰۱۴ پورې به دا د سپوږمۍ نیولو وروستۍ ځل وي.

دا په روان کال کې د سپوږمۍ نیولو دویم ځل دی.

په تېر جولای کې هم سپوږمۍ ونیول شوه، چې د فضايي علماوو په اند د ځمکې سیوری پر سپوږمۍ هغه مهال ورغی، چې د ځمکه د لمر او سپوږمۍ ترمنځ شوه.

خو د دسمبر د ۱۰مې نېټې سپوږمۍ نیونه کې د سپوږمۍ رنګ څه ناڅه سوربخن شو.

د فضا او ستوري پېژندنې پوهانو ویلي تر ۲۰۱۴ کال پورې ته سپوږمۍ بیا ونه نیول شي.

ورته مطالب