مولانا دادالله: له پاکستان سره سوله نه کوو

فقیر محمد
Image caption د پاکستان حکومت د فقیر محمد د څرګندونو په تړاو چوپه خوله پاتې دی.

د پاکستاني طالبانو د تحریک یوه مرستیال مشر مولوي فقیر محمد ویلي چې له خپل حکومت سره له افغانستان سره پولې ته څېرمه په ځینو قبایلي سیمو کې د خبرو او جوړجاړي پلوي دی.

مولوي فقیر محمد ویلي چې د باجوړ قبایلي سیمو کې به د خبرو تمرکز ورټول وي، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري او بیا به د خبرو او پخلاینې دا لړۍ نورو سیمو ته وغځول شي.

هغه دا هم ویلي چې له حکومت سره د سولې د خبرو د نېک نیت په خاطر حکومت ۱۴۵ طالب بندیان خوشي کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې یو جګپوړی طالب قومندن له حکومت سره د خبرو ګنګوسې تاییدوي.

خو پاکستاني حکومت لا په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

رویټرز خبري اژانس د مولوي فقیر محمد په حواله ویلي: "زموږ خبرې به په ښه لوري دوام ومومي."

رد

خو د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر مولانا دادالله بیا له حکومت سره د طالبانو خبرې ردې کړې دي.

نوموړي د مولوي فقیر محمد څرګندونې د هغه نظر بللی، چې په وینا یې د تحریک هېڅ استازیتوب نه کوي.

ملا فقیر محمد چې د پاکستان باجوړ کې د طالبانو یو مشهور قومندان دی، بي بي سي ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان امنیت د ټولو لپاره مهم دی.

Image caption د ''تحریک طالبان پاکستان'' مشر مولانا دادالله ویلي چې تر وروستۍ سلګۍ به له حکومت سره جنګېږي.

د پاکستان حکومت د فقیر محمد د څرګندونو په تړاو چوپه خوله پاتې دی.

د هغه تر څرګندونو څو ساعته وروسته، د تحریک مشر مولانا دادالله د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله له یوه ناڅرګند ځایه بي بي سي ته وویل چې له حکومت سره د خبرو هېڅ نیت نه لري.

هغه وویل: "دا څرګندونې د فقیر محمد شخصي نظر دی، نه د تحریک. له پاکستان سره هېڅ د خبرو نیت نه لرو. "

ملا دادالله ویلي "زه د پاکستان له حکومت سره د خبرو ملاتړی نه یم، تر هغه چې د پاکستان پر خاوره محمدي شریعت نافذ نه شي، موږ به روغه ونه کړو او زموږ جګړه به بنده نه شي. "

ورته مطالب