پاکستان شمسي هوايي اډه خپله ولکه کې راوسته

شمسي هوايي اډه
Image caption په ۲۰۰۱ کال کې امریکایانو له دې اډې د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د طالبانو پرضد بریدونه وکړل.

د پاکستان بلوچستان ایالت له شمسي هوايي اډې د امریکایانو له کوچېدو سره سم پاکستاني سرحدي عسکرو دغه اډه ترخپل کنټرول لاندې راوسته.

د بلوچستان له شمسي هوايي اډې څخه تېره ورځ امریکايي ځواکونه د پاکستان په غوښتنه ووتل.

دغه اډه د کوټې له ښاره نژدې ۳۲۰ کیلومتره په سوېل لوېديځ واشک ولسوالۍ کې پرته ده.

پاکستان په ۱۹۹۲ کال دغه اډه متحده عربي اماراتو ته ورکړې وه، چې هغه مهال د عربستان په ګډون د یو شمېر خلیجي هېوادونو مشران هلته د ښکار لپاره ورتلل.

خو د ۲۰۰۱ د نومبر د ۱۱ له پېښو وروسته، د پاکستان د وخت ولسمشر پروېز مشرف افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پرضد دغه اډه امریکایانو ته د ګټې اخیستو لپاره وسپارله.

او په همدې کال امریکایانو له دې اډې د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د طالبانو پرضد بریدونه وکړل.

خو کله چې طالبان د پاکستان په قبایلي سیمو کې راپورته شول، امریکا په ۲۰۰۶ کال د پاکستاني طالبانو پرضد له دې اډې د بې پیلوټه څارګرو الوتکو په الوځولو کې ګټه واخیسته.

له دې اډې د الوتلو څارګرو الوتکو په توغندیزو بریدونو کې زرګونه کسان وژل شوي، چې د پاکستاني خلکو سخته غصه یې راپارولې ده.

امریکا دغه اډه وروسته تر هغه پرېښوده، چې د تېر نومبر پر ۲۶مه ناټو ځواکونو د پاکستان پر دوو سرحدي پوستو بمبار وکړ او ۲۵ عسکر یې ورووژل.

ورته مطالب