پنيتا:له پاکستان پرته افغان جنگ نه شو گټلى

پنتيا
Image caption د امريکا د دفاع وزير وايي د پاکستان همکاري مهمه ده

د متحدو ايالاتو د دفاع وزير ليون پنيتا د سه شنبه په ورځ( د دسمبر ١٣) په ناڅاپي او واردمخه په نا اعلان شوي سفر کابل ته ورسيد.

په سفر کې له ورسره ملگريو خبريالانو سره په خبرو کې د امريکا د دفاع وزير وويل چې افغانستان اوس په ښه وضعيت کې دى.

ښاغلي پنيتا رسنيو ته وويل دۀ ته په افغانستان کې د امريکا او ناټو عمومي قومندان جنرال جان الن ډاډ ورکړ چې د ډيورنډ په کرښه پوځي عمليات دوام لري.

دۀ وويل جنرال الن ورته وويل چې دوى له پاکستاني قومندانانو سره اړيکه لري او هڅه کوي چې د دواړو ترمنځ په غرنيو مهمو سيمو کې همکاري پر ځاى پاتې شي.

د امريکا د دفاع وزير وويل : " بلاخر په افغانستان کې جگړه له پاکستان سره د اړيکو له ښه کولو پرته نه شو گټلى."

ښاغلى پنيتا په افغانستان کې له خپلو پوځي قومندانانو سره د جنگ په حالاتو غږيږي او له افغان چارواکو سره به هم ليدنې کتنې ولري.

زدا سفر په داسې وخت کې کيږي چې د واشنگټن او اسلام اباد اړيکې سره خړې دي او د پاکستان شکايت لا تر اوسه پر ځاى دى چې ولې يې ٢٣ سرتيري تيره مياشت په يوۀ بريد کې ووژل شول.

له هغه وروسته پاکستان د ډيورنډ په کرښه خپله هوايي دفاع پياوړې کړې او وايي داسې سيستم يې لگولى چې هر ډول الوتکه کشفولى شي.

پاکستان د نومبر په ٢٦ نېټه د خپلو سرتيرو تر وژلو وروسته پر ناټو باندې د اکمالاتو لار وتړله.

د پاکستان له لارې نړيوالو ځواکونو ته په افغانستان کې د رسيدونکو توکو په سلو کې ٣٠ برخه رسيدله.

ورته مطالب