بشري حقونه: د ازبکستان پر تېريو سترگې مه پټوئ

ازبکستان
Image caption د بشري حقونو د څار ټولنه وايي په ازبکستان کې ډير کسان په زندانونو کې شکنجه کيږي

د بشري حقونو د څار ډله، هیومن رایتس واچ وايي لوېدیځوال حکومتونه له ازبکستان سره د ستراتیژیکې ملګرتیا لپاره د دغه هېواد له خوا پر بشري حقونو تېریو باندې سترګې پټوي.

ازبکستان په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د اکمالاتو یوه مهمه بدیله اکمالاتي لار ګڼل کیږي.

هیومن رایتس واچ په خپل یوۀ نوي ریپوټ کې د کړونې او پر بشري حقونو د تېریو د نورو ډولونو په اړه د لومړي لاس شواهد وړاندې کوي. دا ریپوټ د شکنجې او کړونې له څه باندې سلو قربانیانو، د هغو له خپلوانو او وکیلانو او د بشري حقونو فعالینو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

د بي بي سي د منځنۍ اسیا خبریاله په خپل رالېږلي ریپوټ کې وايي چې د بشري حقونو د ډلې ۱۷۰ مخیز سند یو بوږنونکی انځور وړاندې کوي.

په ریپوټ کې له محاکمې وړاندې د بدني او رواني کړونې او د خپلواکو وکیلانو د خولې بندولو او د حقوقي اصلاحاتو او بشري حقونو په اړه خپلو مکلفیتونو ته د ازبکستان د نه پاملرنې پراخ جزییات وړاندې شوي دي.

د شکنجې په یوه قضیه کې راغلي چې پولیسو د یوۀ کس چې په جاسوسۍ تورن دی، لاسونه ولچک کړي او بیا یې تناسلي آله سوځوي. په نورو بېلګو کې پر یوۀ نیول شوي کس باندې د تحقیق کوونکو له خوا د جوش يا اېښيدلو اوبو اچول، د بندیانو وهل ټکول، له لاسو یا پښو د هغو ځړول، خپکۍ کول او پرې جنسي تېری شامل دي.

هیومن رایتس واچ وايي چې د ازبک حکومت له خوا پر بشري حقونو له دغه ډول تېریو سره سره، متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د تاشکند په وړاندې خپل دریځ نرم کړی، ځکه دوی ورسره ستراتیژیکه ملګرتیا غواړي.

ازبکستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، اوس په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د شمال له لوري یوه ډېره مهمه اکمالاتي لار ده. دغه لار له پاکستان نه د تېرې شوې اکمالاتي لارې بدیل ګڼل کیږي چې تېره میاشت د ناټو په یوۀ هوايي برید کې د ۲۴ پاکستاني پوځیانو له وژل کېدو وروسته وتړل شوه.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څه باندې نيمايي لا له وړاندې د منځنۍ اسیا له لارې رسیږي.

هیومن رایتس واچ پر حکومتونو غږ کوي چې د هغو ازبک چارواکو پر ضد چې ادعا کیږي په کړوونو کې ښکېل دي جزايي ګامونه واخلي، لکه د هغو شتمنۍ کنګل کړي او د ویزې بندیز پرې ولګوي.

ورته مطالب