د روسیې صدراعظم د پارلماني ټاکنو دفاع وکړه

د انځور حقوق AP
Image caption د روسیې صدراعظم ددغه هیواد د لانجمنو پارلماني ټاکنو دفاع وکړه

لادیمیر پوتین د روسیې پر تلویژون په ژوندې بڼه د روسیې د لانجمنو پارلماني انتخاباتو دفاع وکړه.

نوموړي وویل د انتخاباتو پایلو د هیواد په واک کې ریښتني انډول ته انعکاس ورکړ.

په هغو خبرو کې چې نوموړي ویل مخالفین په ټاکنو کې د درغلې ادعا کوي نوې خبره نه وه.

ښاغلي پوتین غوښتنه وکړه چې راتلوونکې کال دې دولسمشرۍ د ټاکنو پرمهال د رایې اچونې په مرکزونو کې ویپ کمرې ولګول شي څو عادلانه او آزاده رایې اچونه باوري شي.

د تیرې شنبې په ورځ په مسکو کې د حکومت ضد مظاهرو په ځواب کې د روسیې صدراعظم وویل دا ښه ده چې خلک ووځي او خپل نظریات څرګند کړي لکه چې همداسې یې هم د قانون په چوکات کې وکړل.

دغه راز ښاغلي پوتین ویلې چې ځینو تنکیو مظاهره کوونکو ته پیسې ورکړل شوې وې چې سړکونو ته ووځي.

ورته مطالب