ايران له بلوچستان سره د تفتان لار پرانيستله

ايران پاکستان
Image caption ایران په تفتان کې له پاکستان سرہ پر پوله خپل سوداګريز بندر او د خلکو د تلو راتلو لار پرانيستې ده.

ایران له دریو میاشتو تړنې ورسته په تفتان کې له پاکستان سرہ پر پوله خپل سوداګريز بندر او د خلکو د تلو راتلو لار پرانيستې ده.

ایران تېر سپټمبر د بلوچستان په مستونګ کې د ناڅرګندہ وسله والو کسانو له خوا د شیعه ګانو پر یو موټر له ډزو ورسته دغه لار تړلې وه. په دغه بريد کې ۲۶ کسان وژل شوي وو، چې ډېری يې شیعه ګان وو.

د ایراني او پاکستاني چارواکو ترمنځ د يکشنبې/يوه نۍ د کوټې لوېديځ لور ۷۰۰ کلومیټرۍ تفتان ښار کې یوہ غونډہ وشوہ، چې په پايله کې يې ایران له پاکستان سرہ خپله پوله بېرته پرانيستله.

په تفتان کې د پاکستان یو حکومتي چارواکي خالق داد بړېچ وویل د پولې پرانيستلو لپارہ پاکستاني چارواکي له ایران سرہ په تماس کې وو.

د ایران او پاکستان ترمنځ د دغې پولې سيمه کې شاوخوا ۵۰۰۰ مزدوران کار کوي او هرہ ورځ د د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ مالونو پراخه تبادله کېږي.

د پولې تړنې له امله ډېری کارګران تر ډېر فشار لاندې وو.

د تفتان یو کاروباری محمد رحیم وايي د پولې په پرانيستو به یو ځل بیا مزدورانو ته د روزگار اسانتیاوې برابرې شي.

بلې خوا ته د پولې د تړلو له امله ایران ته څېرمه د بلوچستان سرحدي سيمو زرګونه اوسېدونکي هم اغېزمن شوي وو۔ ځکه چې دغو سیمو ته ډېرخوراکي شیان له ایران څخه په ارزانه بیه رااوړل کېږي.

په تېر سپټمبر کې د بلوچستان په مستونګ کې پر شيعه زيارت کوونکيو چې له کوټې ايران ته پر لار وو، د ناپېژاندو وسله والو بريد پر امنيتي حالت سربېره ډېرو ته اقتصادي ستونزې هم وزېږولې.

ایران دغې پېښې ته په غبرګون کې په تفتان کې له پاکستان سرہ د خپلې پولې پر تړلو سربېره له پاکستان نه ایران ته د تلونکيو زیارت کونکيو د خونديتوب لپارہ د ګامونو پورته کولوغوښتنه کوله۔

اوس شيعه زیارت کوونکي د قافلو پہ بڼه ايران ته سفر کوي چې د پاکستان د سرحدي سرتېري يې څارنه او ساتنه کوي.

بلو چستان د پاکستان بېوزلې سيمه ده، چې د پاکستان پر وړاندې بلوڅ اورپکۍ سربېره په کې اوس پر شيعه ګانو بريدونو د فرقه يي تاوتريخوالي زیاتېدو وېره هم راپورته کړې ده.

ورته مطالب