د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ کړکېچ اوږده مخینه لري

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۲۰۱۰ کال د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ یو له کړکېچه ډک کال و.

د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ کړکېچ اوږده مخینه لري

په ۱۹۴۵ کال کې د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د جاپان تر ماتې وروسته د کوریا پر شمالي برخه د وخت د شوروی اتحاد ځواکونه او په جنوبي برخه کې یې امریکایي پوځیان ورښکته شول.

۱۹۴۸

چی له هماغه مهال کوریا په دوو جلا برخو وویشل شوه، په ۱۹۴۸ کال کې له شوروي سره په پوله د شمالي برخې مشر کیم ایل سونګ او د جنوبي برخې واک سیانگمارهی ترلاسه کړ.

۱۹۵۰

په ۱۹۵۰ کال کې شمالي کوریا پر جنوبي کوریا برید وکړ او له سرحد یا پولې یې په شا کړل ، خو یوه ورځ وروسته امریکا د جنوبي کوریا په پلوي په امنیت شورا کی یوه پریکړه ترلاسه کړه. او د شمالي کوریا ځواکونه د ۱۶ هیوادونو د کوماندویانو په وسیلې بیرته په شا وتمبول شول.

وروسته چین د شمالي کوریا ملاتړ وکړ، دغه ناکراره حالت تر ۱۹۵۳ کال پوری دوام درلود چې بیا په همدې کال کې د سولې یوه موافقه ترلاسه شوه.

۱۹۷۲

خو د دواړو هیودونو ترمنځ مستقیمې اړیکې په ۱۹۷۲ کال کې ټینګې شوې.

د ځینو رپوټونو له مخې د دواړو خواو ترمنځ د سختو جگړو له امله یواځی په شمالي کوریا کې سل ګونه زره تنه ووژل شول، د ملگرو ملتونو په لسگونو زرو کسانو هم خپل ژوند پکې له لاسه ورکړ.

کیم ایل سونگ په شمالي کوریا کې د یو سخت او ځواکمن مشر په توګه پاتې شو، او نژدی ۵ لسیزې یې په هغه هیواد کې حکومت وکړ هغه ته د (لوی مشر) لقب ورکول شوی او تر اوسه په ډېر درنښت یادیږي.

د کیم ایل سونگ تر مړینې وروسته د هغه زوی کیم ایل جونگ په ۱۹۹۴ کال کې د شمالي کوریا نوی ولسمشر شو، او د خپل پلار په شان د هیواد چارې په کلکه سره پر مخ بیایي.

په ټولیزه توګه د کوریا سیاسي او پوځي واک بیا هم د کارګر ګوند، پوځ او امنیتي کسانو په لاس کې پاتې شو چی د کیم ایل جونګ تر امر لاندې کار کوي.

امریکا له هماغه مهاله په جنوبي کوریا کې خپله یوه اډه ساتلې، چې دمګړۍ شاوخوا اته ویشت زره پوځیان پکې دېره دي.

۲۰۱۰ کال د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ یو له کړکېچه ډک کال و.

Image caption کیم ایل سونگ په شمالي کوریا کې د یو سخت او ځواکمن مشر په توګه پاتې شو، او نژدې پنځه لسیزې یې په هغه هېواد کې حکومت وکړ.

د مارچ په میاشت کې د جنوبي کوریا تر سمندر لاندې یوه بېړۍ ډوبه شوه او شپږ څلوېښت تنه پکې ووژل شول، چې پړه یې پر شمالي کوریا ورواچول شوه، خو شمالي کوریا دغه ادعا رد کړه.

جنوبي کوریا او امریکا په ګډه څو ځلې پوځی تمرینونه ترسره کړل، او پر شمالي کوریا لا زیات بندیزونه ولګول شول، او په روانه اونۍ کې هم د جنوبي کوریا او امریکايي پوځیانو ګډه تمرینونه روان دي.

په اکتوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو د پوځیانو تر منځ سختې ډزې وشوې، او څو ورځې وړاندې د شمالي کوریا پوځ د یون پیونګ پر ټاپو د توپونو درنې ډزې وکړې، چې یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله او یو ځل بیا د دواړو خواوو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو لامل شو.

بل خوا چین د شمالي کوریا یو له ملاتړ کوونکو هېوادونو څخه ګڼل کیږي، او له څو کلونو راهیسې د شپږ اړخیزو خبرو پر پرمخ بېولو ټینګار کوي، چې جاپان، شمالي او جنوبي کوریا، روسیه، امریکا او چین په کې شامل دي.

که څه هم شمالي کوریا د پوځیانو شمېر او تجهیزات د جنوبي کوریا په پرتله ډېر دي خو د جنوبي کوریا پوځي بودیجه د شمالي کوریا په پرتله نږدې پنځه برابره لوړه ده.

په ۲۰۰۲ کال کې د شمالي کوریا کلنۍ بودیجه پنځه میلیارده ډالره وه، خو د جنوبي کوریا پوځي بودیجه څلورویشت میلیارد ډالرو ته رسېده.

شمالي کوریا

ټول پرسونل ۱۱۰۶۰۰۰

پوځ ۹۵۰۰۰۰

سمندري پوځ ۴۶۰۰۰

هوايي پوځ ۱۱۰۰۰۰

ټانکونه ۳۵۰۰

اوبتلونه ۴۳

جنګي الوتکې ۳۸۸

توپخانې ۱۷۹۰۰

جنوبي کوریا

ټول پرسونل ۶۸۷۰۰۰

پوځ ۵۶۰۰۰۰

سمندري پوځ ۶۸۰۰۰

هوايي پوځ ۴۴۰۰۰

ټانکونه ۲۷۵۰

اوبتلونه ۱۳

جنګي الوتکې ۴۶۷

توپخانې ۱۰۷۷۴

۲۰۰۷

Image caption اټکل دی چې د کیم جونګ ایل پرځای د هغه درېیم زوی کیم جونګ اون ولسمشر شي.

شمالي کوریا چې یو له بې وزلو او اقتصادي پلوه وروسته پاتې هیوادونو څخه ګڼل کیږي په ۲۰۰۷ کال کی یې ناخالص تولیدات دوه پر دریمه برخه رالوېدلي و.

خو جنوبي کوریا د اقتصاد له پلوه په اسیا کې یوځواکمن هېوا بلل کیږي، خو که ددواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونه همدا شان روان وي نو د جنوبي کوریا اقتصاد به هم بې اغیزې پرې نږدی.

امنیت شورا

که څه هم د ملگرو ملتونو امنیت شورا د شمالی کوریا لخوا تر اتومی آزموینو وروسته یو پریکړه لیک صادر کړ او پر هغه هیواد یې لا نور زیات بندیزونه ولګول، خو شمالي کوریا دومره ارزښت ورنکړ او له دغو فشارونو سره سره یی خپل اتومي پروګرام بند نه کړ.

داسی ویل کیږي چې وروستۍ اتومي آزموینې او همدا راز په ۲۰۰۶ کال کې مخکنۍ ترسره شوې اتومي آزموینې د پلوتونیم اتومی سروکو د تولید په موخه شوې دي.

مخکې د شمالي کوریا خبري آژانس ویلي و دغه هیواد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک استولی او پکې ویلی یی و چی هم د نورو بندیزونو منلو او هم خبرو اترو ته تیار دی.

په دغه لیک کې دا هم ویل شوي و که د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځینې غړي هیوادونه غواړي چې لومړی پرې بندیزونه ولګوی او بیا ورسره خبرو ته کیښني نو دوى به هم خپلې اتومي چارې پياوړې کړي او بیا به خبرو اترو ته ستنېږي.

۱۹۹۳

د کوریا اټومي لانجه له ۱۹۹۳ کال راپدیخوا پیل شوه، هغه مهال داسې شکونه پیدا شول چې شمالي کوریا د اتومی وسلود لاسته راوړلو په لټه کې ده، تر هغه یو کال وروسته د شمالي کوریا او امریکا تر منځ د نړیوالو مرستو په بدل کې د اتومی پروګرام پر درلو موافقه وشوه. د ولسمشر بېل کلنټن ادارې پر شمالي کوریا اقتصادي بندیزونه یو څه سست کړل او له کوریا سره یی د دوو بریښناکوټونو د جوړولو ژمنه وکړه.

۲۰۰۰

خو شمالي کوریا ته ژمنه شوې مرستې پخپل وخت ونه رسیدې او له همدې امله یی په ۲۰۰۰ کال کې ګواښ وکړ چې که منل شوې مرستې ورونه رسیږي نو خپل اتومي پروګرام به له سره پیل کړي.

۲۰۰۳

کله چې تر بېل کلنټن وروسته د امريکا مشري جورج بوش ته ورسېده، نو نوموړي شمالی کوریا، ایران او عراق شیطاني مثلث ونوماوه او همدا لامل شو چې شمالي کوریا خپلو اټومي چارو ته زور ورکړي او په ۲۰۰۳ میلادی کال کې د ملګرو ملتونو د اتومی وسلو د خپراوی له ژمنې څخه ووت.

Image caption امریکا په جنوبي کوریا کې یوه ستره پوځي اډه لري چې تل د شمالي کوریا په مقابل کې د جنوبي کوریا ددریځ ملاتړ کوي.

شمالي کوریا د اتومي چارو د پرمخ بیولو تر څنګ دا هم وویل چې که امریکا پر دغه هیواد د برید نه کولو تړون لاسلیک کړي نو د اتومي وسلو له جوړولو به لاس په سر شي.

۲۰۰۴ – ۲۰۰۶

له ۲۰۰۴ – ۲۰۰۶ کال پوری د امریکا، روسیې ، چین، شمالی کوریا، سویلی کوریا او جاپان په ګډون شپږ اړخیزې خبرې چین په نوښت ترسره شوې خو کومه ځانګړې پایله یې نه درلوده، د یو څه مودې لپاره کوریا په یونګ بیونګ کې د خپلو اټومي تاسیساتود بندولو خبرې هم وکړې ، خو ژر یی بیرته خپلو اټومي چارو پیاوړتیا ته وده ورکړه

شمالي کوريا چې تر هر چا ډېر يې ګاونډى هېواد جنوبي کوريا نورې پوځي برياوې د ځان پر وړاندې لوې ګواښ ګڼي، خپله دا اټومي آزموينه وروسته له دې کوي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يوې ځانګړې پريکړې په ترڅ کې د شمال کوریا پر اټومي هڅو بنديز لګولى و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلری کلنټن وایی امریکا او متحدین یی دا نه شی زغملای چې شمالي کوریا دې اټومي وسلې وساتي، بالستیک توغندی وتوغوي او دخپلو اټومي موادو د پرمختګ آوازې خپرې کړي. خو میرمن کلنټن دا هم وویل چی هیواد یی له سوله يیزی لارې له اټومي وسلو څخه د کوریا ټاپو وزمی پاکولو ته ژمن دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم ویلي که شمالي کوریا غواړي چی له امریکا سره ښی اړیکې ولری نو باید له خپل اټومي پروګرامه لاس واخلي، او باید پاروونکي عملونه ترسره نه کړي.

او اوس مهال امریکا او د ختیځې آسیا هیوادونه تمه لري چې چین به وکولای شي شمالي کوریا یو ځل بیا دې ته وهڅوي چې په شپږ اړخیزو خبرو کې ګډون وکړي.

خو پخپله شمالي کوریا ددغو خبرو پیل له امریکا سره د مذاکراتو په پرمختګ پورې تړلی بولي.

ورته مطالب