هوګو چاویز: اوباما، ته ریښتینی نه یې

اوبام او هوګو چاویز
Image caption د وينزويلا کيڼ اړخي ولسمشر هوگو چاويز د اوباما د خبرو ځواب په سختو ټکو ورکړ.

ولسمشر اوباما د وينزويلا حکومت تورن کړى چې د راتلونکي کال له ټاکنو د مخه د ديموکراسۍ بنسټيز ارزښتونه گواښي.

ښاغلي اوباما له يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، د امريکا متحده ايالتونه د خلکو پر بنسټيزو حقونو او په دې ډله کې د وينا او رسنيو پر ازادۍ د محدوديتونو له کبله انديښنه لري.

ده دا هم ويلي چې له ايران او کيوبا سره د وينزويلا نژدې اړيکې ددغه هېواد د خلکو په گټه نه دي.

د وينزويلا کيڼ اړخي ولسمشر هوگو چاويز د اوباما د خبرو ځواب په سختو ټکو ورکړ:

''اوباما خپلو چارو ته پام کوه، خپل هېواد ته پام کوه چې له یوه ناورین سره مخ دی، ته اوس پر وینزویلا د برید له لارې رایې ګټل غواړې، دومره بې مسوولیته مه اوسه. اوباما ته ریښتینی نه یې، موږ یواځې پرېږده، موږ خپلواک یو او هېڅکله به ستاسو او یا د بل چا مستعمره ونه اوسو.''

ورته مطالب