سعودي شهزاده په ټویټر کې ۳۰۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

شهزاده الولید بن طلال بن عبدالعزیز ال سعود
Image caption شهزاده الولید ویلي: "په ټویټر کې زموږ پانګونه ددې ثبوت دی چې خلکو ته ښه فرصتونه رامنځته کړو، چې ډېرې پانګونې وکړي."

د سعودي عربستان یوه شهزاده په ټویټر ټولنیزه وېبپاڼه کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو پانګونې اعلان کړی.

د شهزاده الولید بن طلال بن عبدالعزیز ال سعود (د سلطنتي شتمنیو شرکت KHC) شرکت چې مشري ی د ښاغلي طلال پرغاړه ده، ویلي چې له څو میاشتو راهیسې په دې اړه خبرې اترې او بحثونه روان وو.

د KHC د خصوصي او نړیوال عدالت اجرایوي مدیر انجنیر احمد حلواني ددې پرېکړې په اړه وویل: ''موږ باوري یو چې ټولنیزې رسنۍ په بنسټیز ډول په راتلونکو کلونو کې د رسنیو د فعالیت تګلوری بدلولی شي. ټویټر به دغه مثبت ګام ارزښتناک وبولي. ''

دغه شهزاده چې د نړۍ له ډېرو شمتنیو کسانو دی، د خبري شرکتونو په ګډون، په ډېرو مشهورو او لویو شرکتونو کې ونډه لري.

د نوموړي دا پرېکړه د هغه د شرکت پر رسمي وېبپاڼه هم خپره شوې ده.

الولید بن طلال د عربي نړۍ په یو شمېر رسنیزو ادارو کې هم پانګونه کړې ده.

شهزاده الولید ویلي: "په ټویټر کې زموږ پانګونه ددې ثبوت دی چې خلکو ته ښه فرصتونه رامنځته کړو، چې لاډېره پانګونه وکړي."

سربېره پردې، الولید په دې وروستیو کې دا هم ویلي چې د العرب په نامه خبري تلوېزیوني چینل به جوړوي.

ورته مطالب