د پاکستان پوځ د کودتا اندېښنې رد کړې

اشفاق کياني
Image caption جنرال اشفاق پروېز کياني دغه څرګندونې د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني له ګوتڅنډنې ورسته کېږي.

د پاکستان د پوځ مشر هغه راپورونه رد کړي چې وايي ګنې پوځ د ملکي حکومت د راپرځولو پلان لري.

جنرال اشفاق پروېز کياني دغه څرګندونې يوه ورځې وروسته له هغه وکړې چې لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني په کې پوځ ته په روښانه اشاره کې د توطيې يادونه کړې وه.

د يوې يادښتپاڼې د راز په رابرسېره کېدو، چې د ادعا له مخې په کې د پوځي کودتا د مخنيوي لپاره د امريکا د مرستې غوښتنه شوې وه، د سياسي نيوکو تبادله نوره هم توده شوې ده.

ولسمشر اصف علي زرداري چې په دوبۍ کې له روغيايي درملنې وروسته بېرته پاکستان ته ستون شوی، په دغه يادښتپاڼه کې هر ډول رول لرنه ردوي.

د پوځ له لوري د جمعې پر ورځ يوه خپره شوې اعلاميه کې جنرال کياني د پوځ له لوري د واک اخيستلو ګونګوسي په کلکه رد کړي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي دغه ګونګوسي "ناسم دي او د يو وهم په توګه کارول کېږی چې له ريښتينو مسالو پام واړول شي" .

اعلاميې زياته کړې جنرال کياني چې له ډېورېنډ کرښې سره نژدې يې پاکستاني ځواکونو ته وينا کوله "ټينګار کړی چې د پاکستان پوځ پخوا هم په خپل هېواد کې د ديموکراتيک بهير ملاتړ کړی او په راتلوکي کې به هم دوام ورکوي".

د پاکستان مشر قاضي هم د جمعې پر ورځ رامخکې شو، او د کومې شونې کودتا اندېښنې يې رد کړې.

د دغه هېواد د سترې محکمې مشر افتخار چودري وويل "د واک اخيستلو هېڅ خبره نه شته. هغه ورځې اوس تېرې شوې چې خلکو به په کې د ناقانونه ګامونو لپاره له محکمو د قانونيت هوکړه اخيسته".

د رسوايی فشار

Image caption لومړي وزير ګيلاني وويل "د دولت دننه بل دولت شونی نه دی".

د پاکستان ملکي حکومت چې د ۲۰۰۸ کال فبرورۍ له ټاکنو وروسته په اسلام اباد کې واګې په لاس کې لري، د دغه هېواد ځواکمن پوځ او استخباراتي ادارې سره يې په اړيکيو کې تاوتريخوالی وروسته له هغه لوړ شو چې امريکايي ځواکونو په تېره مۍ کې په ابټ اباد کې اسامه بن لادن وواژه.

د دغې چاپې په اړه د پاکستان پوځ له وړاندې نه و خبر کړی شوی.

ښاغلي ګيلاني د تېرې پنجشنبې/پنځنۍ پر ورځ پر پوځ بې سابقې نيوکې وکړې.

لومړي وزير ګيلاني د ټاکنو له لارې واک ته رسېدلي حکومت راپرځونې توطيو په اړه له خبرو وروسته، وويل "د دولت دننه بل دولت شونی نه دی. دوی بايد دغه پارلمان ته ځواب وويلی شي".

وروستۍ پرمختياوې د يوې رسوايۍ پر مهال کېږي چې پر "مېمو ګېټ" مشهوره شوې، او له امله يې په امريکا کې د پاکستان سفير له دندې ګوښه کېدو ته اړ شو.

پر دې سربېره يې پر ولسمشر زرداري او ملکي چارواکيو هم فشار زيات کړی دی.

ولسمشر زرداري په دې وروستيو کې له دوبۍ بېرته خپل هېواد ته ستون شوی چې له زړه سره په تړاو ناروغۍ درملنې لپاره ورغلی و.

د ده وياند فرحت الله بابر رويټرز خبري اېجنسۍ ته ويلي "دی خپل عادی کار پر مخ بيايي، اوس په پاکستان کې دی او د پاتې کېدو لپاره راغلی دی".

د پاکستان سترې محکمې چې مشر قاضي افتخار چودري يې مشري کوي، د مېمو يا يادښتپاڼې روسوايۍ قضيې اورېدلو بهير پيل کړی، او له ښاغلي زرداري يې هم د ځواب غوښتنه کړې ده.

ځينو کتونکيو اټکل ګړی چې مېموګېټ چاره د پوځ يوه توطيه وه چې حکومت وشرموي.

پوځ د پاکستان تر ټولو ځواکمن بنسټ دی، او تر اوسه يې درۍ کودتاګانې کړې دي.

ورته مطالب