کمپیوټري غلو د امریکايي څارګرې ادارې معلومات غلا کړي

انټرنېټي غلا
Image caption د نامعلومو غلو دغې ډلې وړاندې هم د ویکیلیکس پرضد د یو شمېر مالي مؤسسو د الکترونیکي معلوماتو ترلاسه کولو ادعا کړې ده.

د انټرنېټي غلو یوې ډلې ویلي چې د یوه امریکايي امنيتي شرکت خصوصي معلومات یې ترلاسه کړي دي.

دغو غلو دا هم ویلي، چې په دې معلوماتو کې د شرکت د هغو زرګونو کار کوونکو د ضمانت کارتونه او اسناد دي، چې په اقتصادي او پوځي برخو کې کار کوي.

د 'نامعلوم' یا Anonymous په نامه د غلو دغې ډلې ویلي، په غلا شویو معلوماتو کې د امریکا ددفاع وزارت، رسمي امنيتي سازمان او له دوی سره په امنيتي او خبري برخو کې د یو شمېر کسانو شخصي معلومات هم شته.

دوی وايي چې دغه معلومات یې د سټراتفور له امنيتي مؤسسې غلا کړي، چې هېڅ پاسورډ یې نه درلود.

دغه شرکت، چې مرکز یې په اوسټن کې دی، ویلي دا مهال یې د کمپیوټر او برېښنالیک له لارې خپلې ټولې ترسره کېدونکې چارې درولې دي.

پر انټرنېټ د "نامعلومو" غلو یوه غړي ویلي "غلو له سټراتفور څخه هغه ګڼ امنيتي خصوصي معلومات ترلاسه کړي، چې د یو شمېر خیریه ټولنو لپاره پکې د میلیونونو ډالرو ورکولو اسناد دي."

سټراتفور ویلي "غلو زموږ د هغو کسانو لیست ترلاسه کړی، چې زموږ خپاره شوي څيزونه رانیسي، او زموږ د شرکت د کار کوونکو یا ټولنو په اړه معلوماتو ته نه دي رسېدلي."

د نامعلومو غلو دغې ډلې وړاندې هم د ویکیلیکس پرضد د یو شمېر مالي مؤسسو د الکترونیکي معلوماتو ترلاسه کولو ادعا کړې ده.

ورته مطالب