امریکا له پاکستان سره د اړیکو راکمولو ته تیاری نیسي

پاکستان
Image caption پاکستان کې د ناټو بمبار د پوځيانو وژنې د پاکستان غصه راوپاروله.

امریکايي چارواکو ویلي، چې له پاکستان سره یې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې اوږد شراکت پای ته رسېدونکی دی.

دوی ویلي چې له پاکستان سره به خپل اړیکي محدودو او د ترهګرو پرضد مبارزه به چټکه او افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي توکو پر رسولو لا ډېر پام ورټول کړي.

امریکايي او پاکستاني چارواکي په دې اند دي چې د بې پیلوټه څارګرو الوتکو بریدونه باید محدود، پاکستان کې د امریکا جاسوسان راکم او د پاکستان له لارې افغانستان کې ناټو ځواکونو ته اکمالاتي توکي ور ډېر شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه امریکايي چاروکي له خولې ویلي، "د سپتمیر د ۱۱ پاڼه مو نوره بنده کړې ده. "

دغه امریکايي چارواکي، چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، نیویارک ټایمز ته ویلي، پاکستان ته یې په سختو ټکو خبر ورکړی چې له متحده ایالتونو سره د اړیکو په بېرته پیلولو ښه غور وکړي.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي چې له پاکستان سره به یې اړيکي په یوه ډول- نه یوه ډول وي، خو تر راتلونکو څو اوونیو پورې باید پاکستان پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

د پاکستان او امریکا ترمنځ اړيکي تېره میاشت په قبایلي سیمه کې افغان پولې ته څېرمه د ناټو په هوايي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتېرو په وژل کېدو ډېر ترینګلي شول.

پاکستان تر دې برید وروسته افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته پر لېږدېدونکو اکمالاتي توکو بندیز ولګاوه، او جرمني کې یې د افغانستان په اړه د بن دویم کنفرانس کې د نه ګډون اعلان وکړ.

بیا وروسته پاکستان له امریکا څخه د سوېل ختيځې شمسي هوايي اډې چارې هم پخپل واک کې راوستې.

له دغې اډې په جنوبي پاکستان کې د القاعدې او اورپکو پرضد بې پیلوټه الوتکو بریدونه کول.

نیویارک ټایمز په دې اند ده چې د سیمې لپاره د امریکا د مخکني استازي ریچرډ هولبروک په مټ له اسلام اباد سره د واشنګټن څه – ناڅه رغول شوي اړيکي یوځل بیا خراب شول.

د پاکستان د مسلم لیګ (ق) ګوند عمومي منشي سید مشاهد حسین ویلي" داسې احساس کوو چې د امریکا متحده ایالتونه له پاکستان سره داسې معامله کوي، لکه یو ځوان چې له خپلې ښځینه ملګرې سره یې په یوه باراني ورځ کوي."

ورته مطالب