د برتانوي ورځپاڼو په زړۀ پورې خبرونه

د برتانيا ورځپاڼي

د برتانيا په ورځپاڼو کې د تيرې اوونۍ په ترڅ کې د ځينو په زړۀ پورو خبرونو غورچاڼ دلته لولئ.

دغه په زړۀ پورې خبرونه به د جمعې په ورځو له دې پاڼې او د بي بي سي پښتو له فيسبوک څخه موندلى شئ.

په يوه ورځ تر څلورو ميلياردو ډالرو ډيره سودا

د دو شنبه په ورځ( د دسمبر ٢٦ مه) په هرو څلورو برتانياييانو کې يو تن بازار ته ووت او د کال د پاى د ورځو له ليلامونو يې کڅوړې ډکې او خپل جيبونه تش کړل. دغه سود سودا دومره وه چې په هره دقيقه کې څه باندې اووه ميليونه ډالره د دوکاندانو جيب ته ورتلې. يعنې په هره ثانيه کې برتانياييانو له ١٢٠ زره ډالرو سره مخه ښه کوله.

چا په کلي کې نه پرېښود او دۀ ويل .....

هغه برتانوى زنداني چې د مخدره توکو د قاچاق په تور په نهه کلن قيد محکوم شوى محکمې ته تللى او له زندان ساتونکو سرټکوي. دى وايي هغوى ورڅخه د لمر د مخنيوي عينکې گرځولي دي. د برتانيا د زندانونو له قانون سره سم د هر زندان مشر حق لري چې په خپله خوښه زندانيانو ته کوم توکي پريږدي او کوم ورڅخه وگرځوي.

لومړى وزير ځان له هر څه خبروي

د برتانيا لومړي وزير ديويد کيميرون ته داسې ځانگړى اى پډ جوړيږي چې د حکومت په چارو به د خلکو نظرونه ورته بې له کومې لاسوهنه راتلى شي. د هر وزارت وروستۍ احصايې به بې له دې چې کوم مامور پکې ، خوش خدمتي ، وکړي ، د ښاغلي کيميرون مخې ته پرتې وي. د بي بي سي په گډون به د رسنيو وروستي خبرونه هم لومړي وزير ته شېبه په شېبه ور رسيږي خو دا اى پډ د مارچ په مياشت کې چمتو کيږي، تر هغه دې نو گوزاره کوي.

مارگريټ تاچرې د اوتو لپاره خپل ميز واخيست

د برتانيا د حکومت له خوا د ١٩٧٩ کال د پټو اسنادو تر خپراوي وروسته څرگنده شوه چې پخوانۍ لومړۍ وزيرې مارگريټ تاچر د لومړي وزير ودانۍ ته له تگ سره سم امر وکړ چې د دې په خپلو پيسو ورته د جامو اوتو کولو لپاره تخته واخيستل شي . اسناد ښيي چې ميرمن تاچرې هغه وخت لا ويل چې د ولسي جرگې د استازو لگښتونه بايد ښکاره وي. خو ورځپاڼې ليکي چې د لومړي وزير اوسنى دفتر په دغو خبرو خوښ نه دى ځکه چې په دې وروستيو کې د برتانيا د ولسي جرگې د غړو پر لگښتونو ډيرې خبرې وشوې او ان يو وکيل پکې زندان ته لاړ.

ماشي هغه پښې چيچي چې بوينې وي

ساينس پوهانو موندلې ماشې پر هغو پښو مينې دي چې بوى کوي. په تجربو کې وليدل شول چې ماشې هغو پښو ته ډير نه ورنژدې کيږي چې پاکې وي. نو که د ماشو په چيچلو مين ياست ، جرابې مه بدلوئ، پښې مه مينځئ سهار چې راپاڅيږئ نوکان تېرۀ کړئ چې د ماشو چيچلې برخې وگروئ.

تر سرو زرو د شيدو بيه ډير ختلې

د ٢٠١١ کال په ترڅ کې د سرو زرو تر بيې د شيدو بيه ډيره ختلې ده. رپوټونه ښيي چې د شيدو بيې په سلو کې تر ٤٠ ختلي دي حال دا چې د سرو زرو بيه په سلو کې اته پورته شوې وه. تر ټولو ډيرې شيدې په چين کې کاريدلې وې.

ورته مطالب