" د څار ډلې په شته والي کې هم وينه تم نه شوه"

سوريه
Image caption سوريه وايي له کله چې د عربي نړۍ څارونکي ورغلي دوى د مظاهره کوونکو پر ضد گام نه دى اخيستى

د هغې نړيوالې څار ډلې درېيمه ورځ چې په سوريه کې د حکومتي ضد بغاوت د پايته رسولو لپاره استول شوى، له نورې وينې توييدنې سره تېره شوه.

کله چې زرگونو راټولو شويو کسانو د عربي ټولنې دغو څارونکو ته د سختو ځپل شويو سيمو د کتنې پر مهال هرکلى وايه، امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړې او اوښلن غاز يې پرې وکاراوه.

پر امنيتي ځواکونو تور پورې شوى چې تر ٤٠ کسان يې وژلي دي.

د تاوتريخوالي ادامې او د عربي څارډلې د مشر څرگندونو، د حکومت د مخالفينو باور پر دغې ډلې له منځه وړى دى.

دمشق وايي له کله چې د عربي نړۍ څارونکي ورغلي دوى د مظاهره کوونکو پر ضد گام نه دى پورته کړى خو د دغې خبرې پخلى ناشونى دى.

سوريه ډېرى بهرني خبريالان ورتگ ته نه پرېږدي، نو د بي بي سي خبريال جيم ميور دا رپوټ له گاونډۍ پلازمېنې- بيروت نه راستولى و ليکي:

د ٤٠ کلن ماري قطان مړى د حما ښار په يوې تيارې خونه کې پروت دى او کوچنى زوى يې ورته ژاړي.

مخالف فعالين وايي دا په هغو گڼو کسانو کې يو دى چې د سه شنبې په ورځ د عرب څارونکو د کار له پيل وروسته وژل شوي دي.

څارونکي چې هر چېرته ځي، د رژيم بېشمېره مخالفين ورته راټولېږي چې د خپل زړه دردونه ورته ووايي.

دوى چيغې وهي چې "د خلکو غوښتنه له تاسې دا ده چې بشار را وځړوئ!"

دا ادليب پېښې دي- د سوريې شمال لوېديځ پلو د ترکيې پولې ته څېرمه او البته چې د هغوى اشاره ولسمشر بشارالاسد ته ده.

څارونکي په حقيقت کې د هغو خلکو له خوا په لارو کوڅو کې کلابندېږي چې د هغوى په شتوالي کې يو زړه سل کړي او د راوتلو خطر ومني، چې په نورو حالاتو کې ښايي دا کار ونه کړي.

دا بيا د ديرعا پېښې دي- دې خوا راوړاندې جنوب پلو. خو په ډېرو نورو سيمو او په دې ډله کې د دوما په څېر د دمشق په څنډو کې د ورته ډزو رپوټونه ورکړ شوي دي.

بيا هم په حما کې، خلک دا درې ورځې هڅه کوي چې په مرکزي ډگر کې راټول شي. په دغه ځاى کې يوه حکومتي ضد فعال، منهل، د خپلو سترگو ليدلى حال ووايه:

"موږ هڅه کوله چې بېرته د العاصي ډگر ته ورشو چې د په خوا په څېر پکې مظاهره وکړو، خو امنيتي ځواکونو پرېنښودو، پر موږ يې اوښلن غاز وشينده او ډزې يې وکړې. ډېرئ ټپيان شوي او ترڅنگ مې يو ملگرى پروت دى چې پر څټ لگېدلى دى"

د هغه سوله ييز تړون له مخې چې سوريې له عربي ټولنې سره لاسليک کړى، بايد ټول تاوتريخوالى درېدلى او گرد پوځي ځواکونه بايد له واټونو ټول شوي واى.

او همدا هغه څه دي چې څارونکي يې بايد پخلى وکړي، خو داسې برېښي چې د هغوى ماموريت په خپله د دې څرگندويي کوي چې تاوتريخوالى روان دى او که هرڅه وي، د دوى شتوالي نور هم حالت خراب کړى دى.

ورته مطالب