"ګرایل" سپوږمکۍ د سپوږمۍ مدار ته ورسېده

ګرایل اې
Image caption ناسا وايي چې ددغو سپوږمکیو اندازه او وزن د کالیو د مینځلو د ماشين په شان دی.

د امریکا د فضايي چارو ادارې (ناسا) د ۲۰۱۲ کال په پیلېدو سره سپوږمۍ ته د "ګرایل اې" په نامه یوه مصنوي سپوږمۍ استوي.

ددغې مصنوعي سپوږمکۍ دنده به د سپوږمۍ د اسرارو سپړل وي.

ګرایل د شنبې پر ماخوستن د سپوږمۍ مدار ته ورسېده، چې په دې سره هلته د امریکايي استول شویو سپوږمیو شمېر دوو ته رسېږي.

په کلیفورنیا کې د ناسا یوه ساینسي لابراتوار ویلي چې "ګرایل اې د ګرینویچ پر وخت د شنبې پر ماښام ۲۱ بجې او ۴۱ دقیقې د سپوږمۍ مدار ته ورسېده، تمه ده چې ن هم یوه بله ګرایل بي پر ۲۲ بجو او ۰۵ دقیقو هلته ورسېږي."

وړاندې ددغې پروژې مشر ډیويډ لیمان ویلي: "کېدای شي زموږ ډله د نوي کال خوشالۍ ونه لمانځي، خو تمه ده چې د نوي کال په لومړیو کې په خوندي توګه زموږ استول شوې مصنوعي سپوږمکۍ د سپوږمۍ مدار ته ورسېږي، چې دا به د ټولو یوه لویه هیله وي."

دغه دوې مصنوعي سپوږمکۍ چې د کالیو د ماشین په اندازه دي، د فلوریډا ایالت له "کيپ کاناویرال" اډې څخه فضا ته په تېر سپتمبر کې کې استول شوې.

Image caption ناسا وايي چې دواړې سپوږمکۍ اوس د سپوږمۍ پر مدارونو راڅرخي.

سپوږمۍ په رسېدو کې ددغو سپوږمکیو رسېدو اوږد وخت ونیو، چې په دې موده یې نژدې ۴۰۲ زره کیلومتره ځمکنی واټن وواهه.

د سپوږمۍ شاوخوا مدارونو ته تر رسېدو څو میاشتې وورسته، دواړې سپوږمکۍ د سپوږمۍ د دقیقې نقشې اخیستو دنده پیلوي.

پوهان وايي دا چې هلته له درو میاشتو وروسته، د جاذبیت له پړاوه تېرې شي، د سپوږمۍ د ننه سطحې رسمونه او نقشې به ځمکې ته راواستوي.

دوی وايي چې په دې سره به دوی ته د سپوږمۍ د ننه د ډبرینو سیارو د تشکیلېدو څرنګوالی په ډاګه کړي.

ورته مطالب