نیجیریا کې د ځمکې پرسر شخړې ۵۰ کسان ووژل

جنتن ګوډلک د انځور حقوق Getty
Image caption جنتن ګوډلک بوکو حرام ډله د هېواد لپاره سرطان بللی.

د نیجیریا په ختیځ کې د سیالو قومي ډلو ترمنځ په شخړو کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي.

د حکومت یوه ویاند ویلي دا شخړې د ځکمې پر سر د لانجې له امله شوې او له هغو بمې چادونو سره یې چې د کريسمس په ورځ وشوې، هېڅ تړاو نه درلود.

د کریسمس د ورځې د بمې بریدونو پړه پر اسلام پالې ډلې "بوکو حرام" اچول شوې.

بېړنۍ حالت

د همدې بمې بریدونو له امله ولسمشر ګوډ لک جنتن د هېواد په ځینو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړ.

نوموړي د "بوکو حرام" ډله داسې سرطان وباله چې دده په وینا نیجریا ویجاړوي خو په وینا یې چې د نیجریا خلک به په ګډه دا ډله له مینځه یوسي.

نوموړي دغه ګام وروسته له هغه پورته کړ چې د کریسمس په ورځ د اسلام پالو اورپکو له خوا یو لړ بمې بریدونه وشول.

ولسمشر پوځ ته امر کړی چې ددې بریدونو په ځواب کې مناسب اقدامات وکړي چې د ترهګرې پرضد د یوه نوی ځواک جوړل هم پکې راځي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بریدونو پړه پر سخت دريځې اسلامپالې 'بوکو حرام' ډلې ور اچول شوې.

تر دې وړاندې ولسمشر ګوډلک جنتن په پلازمېنه ابوجا کې هغې کاتولیکې کلیسا ته ورغی چې په بمې برید کې پکې اوه ۳۷ کسان ووژل شول:

"د نیجبریا ټول خلک به په ګډه له دې ترهګرې سره مبارزه کوي. موږ به ترهګر له مینځه یوسو. زه پوهېږم چې په نورو هېوادونو کې څه تېرېږي ځکه خو زه تل وايم هو ترهګر برید و خو داسې جادو نشته چې مخه یې سمدستي ونیسي. موږ به په ګډه دا ترهګري کنترولوو او له بالاخره به یې له مینځه یوسو. له همدا نن شپې نه وروسته به له "بوکو حرام" سره د جګړې لپاره موږ بېلابېل اقدامات او لارې خپلې کړو. "

ورته مطالب