چینايي مسلمانانو د جومات ړنګولو پرضد نښته وکړه

چینايي مسلمانان
Image caption چینايي مسلمانان بېلتون غواړي.

د چين په شمال کې د نينګشيا له سيمې راپورونه وايي په سلګونو مسلمان کليوال د ګډوډۍ ضد پوليسو سره، چې يو جومات يې نړولی، نښتي دي.

په هانګ کانګ کې مېشتو بشري حقونو څارونکيو ويلي شخړې د مجمعې په ورځ وروسته له هغه پيل شوې چې پوليسو په کې دغه جومات يو ناقانونه ودانۍ وبلله.

د بشري حقونو دغه څارونکي وايي ۵۰ تنه ټپيان شوي او څه د پاسه ۱۰۰ نور نيول شوي دي.

چينايي چارواکيو د دې پخلی کړی چې يو جومات نړول شوی دی. دوی ويلي چې ځينې کسان ټپيان شوي او يو شمېر نيول شوي هم دي.

پېښه چې د جمعې پر ورځ شوې، راپورونه يوازې اوس راوتلې دي.

د پېښې تفصيل لا روښانه نه دی، او د شخړې د کچې شمېرې سره توپير لري. ويل کېږي چې دغه پېښه په تاوشان کلی کې شوې وي.

دغه کلی د هوی قوم د نينګشيا د ټونګشين سيمې له هه شي ښار سره نژدې دی.

چين ننګشيا د هوی قوم چې مسلمانان دي، خپلواکه سيمه بولي، نينګشيا نيمه بېديايي او د چين په شمال کې کم نفوسه سيمه ده.

په نينګشيا کې د کمونیست ګوند يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي په هه شي ښار کې دغه جومات يوه ناقانونه ودانۍ وه، نو ځکه دوی ونړاوه.

د بشري حقونو او ديموکراسۍ لپاره د هانګ کانګ معلوماتي مرکز په وينا شاوخوا زر تنه پوليسان هغه مهال چې د دغه نوي ترميم يا رغول شوي جومات نړولو لپاره دغه ځای ته ورغلي وو، له کليوالو سره ونښتل.

خو يو پوليس چې خپل نوم يې يوازې (ما) ښوولی دی د فرانسې خبرې اژانس ته ويلي: دوه تنه پوليس او دوه تنه کليوال ټپيان شوي او يو شمېر کليوال پوليسو ورسره بوولي دي، خو نه پوهېږي چې څومره.

د هوی قوم تر ډېره په نينګشيا کې مېشت دی، چې په چين کې له يو شمېر مسلمانو لږکيو شمېرل کېږي.

په ۲۰۰۹ کال کې د چين په لوېديځ شينجيانګ کې د ګډوډۍ پېښې وشوې، چې د اويغور مسلمانانو او هان چينايانو ترمنځ په کې له تاوتريخوالي ډکو نښتو وروسته ۲۰۰ کسان ووژل شول.