۲۰۰ زره امريکايانو کارونه پيداکړل

 باراک اوباما
Image caption ولسمشر باراک اوباما په واشنګټن کې خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال د دغو نويو شمېرو هرکلی وکړ

اقتصاد څېړونکو يې دغه خبر دنړۍ دلوی اقتصاد دښه کېدو نوی څرک بللی دی.

که څه هم امريکا دخواري او غريبۍ له خوا د پخوا په ډول نه ده.

د نويو رامنځته شويو کارونو اودندو شمېر هم لوړ شوی، چې په تېر دسمبر کې ورسره شاوخوا ۲۰۰ زره دندې رامنځه شوې دي.

ولسمشر باراک اوباما په واشنګټن کې خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال د دغو نويو شمېرو هرکلی وکړ:

"په ټوله کې په ۲۰۱۱ کال په خصوصي سکتور کې له ۲۰۰۵ کال راهيسې بل هر وخت په پرتله لا ډېرې دندې جوړې شوې دي، خو لا ډېر وګړی شته چې اوس هم رنځ ګالي. د اقتصادي مخ پر ځوړ حالت پر مهال له څه د پاسه ۸ مليون دندو له لاسه ورکونې وروسته موږ ډېر کار تر مخ لرو. د دندو زياتوالي يو لامل د امريکايي کارګرانو د ماليې کمونه ده، چې تېر کال مو پلې کړه. موږ اسو پر سم لوري روان يوو، ريښتينی پرمختګ مو کړی، او اوس د درېدو وخت نه دی."

د بې کارۍ کچې ټيټوالی او د نويو دندو جوړونې شمېرې د هغه څه پر برتله خورا ښې وې چې څېړونکيو يې وړاند وينه کړې وه. د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې د امريکا اقتصاد ۱.۶ میليون دندې زياتې کړې، چې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ګڼل کېږي.

خو ددې نويو شمېرو څخه يې معلوميږي چې په ځاني شرکتونو کې يې يوڅه کارونه بيا پيداشوي چې څېړونکي يې په څو حسابه د امريکايانو لپاره ښه خبر بولي.

ځينو يې په نوي ميلادي کال کې د امريکايانو لپاره د اقتصاد د ښه کېدو هيله بللې ده.

سږنۍ ټاکنې

اقتصاد څېړونکي يې وايي چې د لګښتونو زياتونګ به دکارونو په پيداکولو کې يوڅه اغېزه ولري د بې کارانو په کمېدو کې د زړه د ښه کېدو هيله نه ترې کېږي.

خو د امريکا سياستوال بې اغېزې نه ځني پاتيږي ځکه چيې سږ کال يې ټاکنې دي او جمهوري غوښتونکي يې دې ته جوړېدلي چي څنګه ډیموکراتان له سپينې ماڼۍ وباسي.

لويه خبره په رانويو ټاکنو کي د کارونو د پيداکولو بلل کيږي. پر بارک اوباما د مخالفينو لويه نيوکه دغه ده چې امريکايانو ته يې کارونه نه دي پيدا کړي.

په دې حساب که فرضاً هره رانوې مياشت په دغه کچه دوه سوه زره امريکايان پرکار هم سي چي څېړونکي بالکل باور نه په لري نوبيا به يې دجمهوري غوښتونکو خوله ورتړلي وي.

په تېرو دو مياشتو کي چي ګڼ شمېر امريکايانوته کارونه پيداسوي ول سبب يې د رخصتيوکلنی موسم وي. په کريسميس او نوي کال کي دځينو شخصي شرکتونو دخپلي سوداګرۍ لپاره لنډمهاله کاريګر په کاريږي.

Image caption څېړونکي وايي چې د امريکا اقتصاد دې حالت ته رارسېدلی چې خپله ګڼ شمېر امريکايي پانګه وال په دې هېواد کي د پانګونې زړه نه کوي او پر ځای يې په نورو هېوادونو کې پیسې بندوي.

دا کسان اکثره دوې مياشتي وروسته بيرته جوابيږي ځکه چي وروسته دکار بازارونه مخ پرسړېدو وي. بل په دغه پيداسويو کارونو کي دکرني او بزګرۍ يو کارهم شامل نه دی.

اقتصادپوهان يې پردې هم بېريږي چي د اروپا د اقتصادي بدي ورځي تاو هم تر امريکا وزي. ځکه چي اکثره هيوادونه يې د امريکا سره ډېره سوداګري کوي.

په تېره مياشت کي دبې کارانو شمېره اته عشاريه اوو څخه اته عشاريه پينځو ته راکښته سوې وه چي دا په تېرو درو کالو کي ترټول کښته درجه بلل کېده.

څېړونکي وايي چې د امريکا اقتصاد دې حالت ته رارسېدلی چې خپله ګڼ شمېر امريکايي پانګه وال په دې هېواد کي د پانګونې زړه نه کوي او پر ځای يې په نورو هېوادونو کې پیسې بندوي.

ورته مطالب