پاکستان د ناټو کاروان له چمنه کراچۍ ته ستون کړ

ناټو
Image caption شاوخوا اويا لارۍ د ډيورنډ له کرښې بيرته کراچۍ ته ستنې شوې

د پاکستان د حکومت په امر د ډيورنډ کرښې ته نژدې د چمن له سيمې د ناټو ځواکونو ته په توکو بار شاوخوا ٧٠ لارۍ بيرته کراچۍ ته ستنې شوې.

دغه لارۍ تېره شپه کوټې ته ورسيدلې او د چارشنبه په ورځ له کوټې د کراچۍ په لور وخوځيدې.

له چمن څخه د خوځيدليو دغو لاريو د بيرته ستنيدا بهير د سه شنبه په ورځ د ډيورنډ له کرښې پيل شو.

په دغو گاډو کې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو لپاره پوځي او خوراکي توکي بار دي.

د پاکستان پوځ دغه لارۍ د بلوچستان تر مرکز کوټې بدرگه کړې.

چارواکي وايي چې دغه لارۍ د کارونونو په بڼه له چمنه ستنيږي.

د لاريو چلوونکي په دې خوښ وو چې برخليک يې څرگند شو.

دوى له تيرو شپږو اوونيو څخه په چمن کې ايسار پاتې وو او افغانستان ته د اوښتو اجازه نه ورکول کيده.څ

يوۀ چلوونکي امين گل بي بي سي ته وويل دى به بيا هيڅکله د ناټو په توکو بار لارۍ د افغانستان په لور ونه خوځوي.

ژوب کې نښته

د ٢٠١١ کال د نومبر په ٢٦ نېټه د ناټو له لورې په يوۀ بريد کې د پاکستان ٢٤ سرتيري ووژل شول.

له هغې پېښې وروسته پاکستان پر ناټو ځواکونو باندې خپله لار وتړله.

که څه هم وروسته د هغې پېښې په باب وويل چې د يوۀ افغان سرحدي پوځي افسر له امله شوى و او مسووليت يې پر افغان پوځ واچاوۀ خو لا تر اوسه د ناټو لپاره د پاکستان مځکنۍ لاره تړل شوې ده.

له چمن څخه د دغو لاريو د ستنول داسې ښيي چې پاکستان خپل دريځ نه دى بدل کړى او شايد ژر يې د بدليدا نيت هم نه لري.

په يوه بله پېښه کې د بلوچستان په نسبتآ ارامه سيمه ، ژوب ، کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.

پاکستاني چارواکي دغه وسله وال ترهگر بولي او وايي شپږ يې ترې وژلي او ١٣ يې ژوندي نيولي دي.

ورته مطالب