پاکستاني طالبانو ۱۵ پاکستاني عسکر ووژل

Image caption پاکستاني طالبان وايي پاکستاني عسکر یې د خپلو ملګرو د بدل اخیستلو لپاره وژلي دي

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند ویلې په شمالي وزیرستان کې یې پنځلس تنه هغه پاکستاني عسکر وژلي چې تیره میاشت یې له یوې پوستې نه برمته کړي وو.

د طالبانو دغه ویاند چې نوم یې نه دی څرګند شوی بي بي سي ته ویلې دا عسکر یې د خپلو هغو ۱۲ ملګرو د بدل اخیستلو لپاره وژلي چې پاکستاني ځواکونو د نوی میلادي کال په شپه ووژل او د ښځو په ګډون یې د وژل شویو طالبانو د کورنې غړي بندیان کړل.

سیمه ایزو پولیسو هم د طالبانو له خوا د پاکستاني عسکرو د وژل کیدو خبره تایید کړې ده.

دپاکستاني عسکر د وژلو خبر په داسې مهال خپریږي چې په دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني طالب مشرانو د لیدنې کتنې راپورونه خپاره شول.

راپورونو وايي طالب مشران سره سلا شوي وو چې خپل پام به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پرضد جګړې ته اړه وي او د پاکستاني پوځ پرضد به نه جنګیږي.

خو اوس د پاکستاني طالبانو ویاند بي بي سي ته ویلې چې پر دوی د هر ډول برید بدل به په بوږونکي ډول اخلي.

ورته مطالب