امريکا نوې دفاعي ستراتيژي اعلان کړه

امريکايي پوځ
Image caption د امريکايي پوځ بوديجه څو ميليارده ډالره کميږي خو بيا به هم تر نورو هيوادونو ډيره وي

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د خپل هېواد نوې دفاعي ستراتيژي اعلان کړه، چې د لګښتونو کمونې او د امريکا امنيتي لومړيتوبونو د بدلون لپاره ټاکل شوې ده.

د دغې نوې ستراتيژي له مخې به په راتلونکيو ۱۰ کلونو کې په دفاعي لګښوتو کې ۴۵۰ مليارډ ډالره کمښت راځي.

په دې توګه به د امريکا پوځي ستراتيژي لا ورو وده کوي، خو د ودې چارې به يې روانې وي.

له دې سره به بيا به هم د امريکا پوځي بوديجه په ګډه د ورپسې لسو هېوادونو له بوديجو زياته وي.

په پوځي لګښتونو کې د کموالي وړانديز د امريکا کانګرېس منلی و، چې د امريکا بوديجه کې له کسر کمونې سره مرسته وکړي.

د امريکا مشرتابه په داسې وخت کې د پوځي کچې او لګښتونو کمونې له پلانه پرده پورته کوي، چې دغه هېواد له اقتصادي پلوه له سخت پړاوه تېرېږي.

امريکا له خپلو دفاعي چارو سره تړلو فعاليتونو باندې هر کال يو ترېليون يا زر ميليارډه ډالر لګوي.

په راتلونکو مياشتو کې به څرګندېږي چې په ځواکونو کې به څومره کموالی راځي. سږ کال په امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو کال هم دی، چې د پوځي کچې لګښتونو کموالی به د کانديدانو ترمنځ يو تود بحث وي.

ورته مطالب