انګ سان سوچي وايي برما د ديموکراسۍ پر لور روانه ده

انګ سان سو چي
Image caption مېرمن سوچي وايي باور لري هېواد يې د ديموکراسۍ پر لور روان دی.

د برما مخالفه مشره انګ سان سو چي وايي باور لري برما به د دې په ژوند کې ډيموکراټيکې ټاکنې ترسره کړي.

دې له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه وويل نه پوهېږي چې دا به څه وخت وي او يا دا چې دا به په کې سيالۍ ته ودرېږي که څنګه؟

دې وويل سياسي بندیان بايد خوشي شي. خو چارواکي وايي داسې بنديان نه شته.

مېرمن سوچي له وېليم هېګ سره کتلي دي.

دی د بريتانيا لومړی د بهرنيو چارو وزير دی چې له ۱۹۵۵ کال راهيسې برما ته سفر کوي.

له هغه راهيسې چې په ۲۰ کلونو کې په برما کې لومړۍ ټاکنې وشوې او د پوځ واک ورسره پای ته ورسېد، يو شمېر جګ پوړيو نړيوالو مشرانو برما ته سفرونه کړي دي.

مېرمن سوچي چې ۶۶ کلنه ده، د بي بي سي نړيوالو خبرونو خپرونې ته وويل دا "په خپل ژوند کې د بشپړو ديموکراټيکو ټاکنو" وړاند وينه کوي.

د بدلون نښې نښانې

د برما پوځي واکمنو له نړيوالې غندنې او پر دغه هېواد د اقتصادي بنديزونو لګونې سره سره نژدې نيمې پېړۍ موده کې نژدې خپل ټول مخالفان ځپل.

خو اوس د دغه هېواد پر سياسي ډګر د پراخو سياسي بدلونونو نښې نښانې ښکاري.

د بي بي سي د نړيوالو چارو خبريال فرګال کين د برما په پلازمېنه کې دی، دی په خپله ارزونه کې وايي:

بهرني خبريالان چې د يوازې تېرو څو کلونو برما يې په يادېږي، دا ورته د هک پاکتيا يوه ناعادي تجربه ده چې د رنګون پر کوڅو او سړکونو ګرځېدو پر مهال اوس د مخالفې مشرې انګ سانګ سوچي د لمانځنې او درناوي پوسټرونه ګوري.

يا دا چې اوس يو څوک کولی شي له پخوانيو سياسي بنديانو سره په عامه ځای کې خبرې او مرکه وکړي.

وېره چې په برما کې تر دې دمه له ژوند سره نښتې وه، داسې ښکاري چې اوس په ورکېدو ده.

Image caption وېليم هېګ د بريتانيا د بهرنيو چارو لومړی وزير دی چې له ۱۹۵۵ کال راهيسې برما ته سفر کوي.

د هغه بدلون تر شا چې اوس دلته په رامنځته کېدو دی، د ځواک يو ريښتينی احساس دی.

برما ته د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير وېليم هېګ رسېدنه، د لوړې کچې نړيوالو سفرنو لړۍ يوه برخه وه، چې موخه يې د برما د ګوښيوالي پای ته رسونه ده.

په برما کې بدلون د بېلابېلو لاملونو له مخې راغلی دی.

د هغه احتجاج وحشي ځپنه چې په ۲۰۰۷ کال د بودايي راهبانو له خوا ترسره شو، په سياسي اداري جوړښت کې مهمو څېرو له مخالفانو او نړيوالې ټولنې سره د تماس نيونې او راشه درشه پر لور پر يوې لارې فکر کولو پيل وکړ.

له داسې ولس سره چې ډېره برخه يې ځوانان جوړوي، حکومت اقتصادي پانګونې ته اړتيا لري، او دغه راز په دې اړه اندېښنې په زياتېدو دي ګنې برما پر چين چې د سيمې ستر ځواک بلل کېږيو له اندازې زياته تکيه کوي.

دغه هېواد اوس په لوېديځ کې ملګريو ته اړتيا لري.

په رنګون کې د بي بي سي خبريال فرګال کين وايي تر ټولو زيات پاموړ خبرې يې له انګ سان سو چی سره د کتنې پر مهال واورېدې، چې ويل يې دا څومره ډېر پر ولسمشر تېن سېن باور لري او خوښېږي يې.

دا اړيکه په راتلونکو مياشتو کې د برما ثبات او ارامۍ لپاره مهمه ده.

ورته مطالب