د برتانيايي ورځپاڼو په زړۀ پورې خبرونه

تيکنالوژي
Image caption ځينې بې له نوې تيکنالوژۍ ژوند اسانه نه بولي

ځو به ، خو بې تيکنالوژۍ

يوۀ برتانوي گرځندوى شرکت خپلو مشتريانو ته د داسې سفر تابيا کړې ده چې پکې هيڅ ډول نوې تيکنالوژۍ نشته. سفر د کربين ټاپيوگانو ته دى.

هلته په يوۀ ټاپو کې نه اينټرنيټ شته، نه د گرځنده تيلې فون ستن شته، نه مو اى پډ کار کوي، نه مو اى فون په درد خوري او نه هم د تلويزيون پرده روښانيږي.

د شرکت مسوولين وايي: " موږ غواړو خلک خپل ژوند بيرته ترلاسه کړي."

خو خوشاليږئ مه دومره وړيا هم نه دى.

يوه اوونۍ په څه باندې څلور نيم زره ډالره تماميږي.

پيسې ډيرې دي خو د پخوا ژوند ته ستنيدل هم مفته نه وي

کريکټر ناوې په ټراکتور کې بوتله

د انگلستان مشهور کريکټ لوبغاړي او د يو ورځنيو لوبو کپتان اليستر کوک وادۀ وکړ.

Image caption که کور ته د ناوې ژر رسول نه غواړئ په ټراکټور کې يې سپره کړئ

کله چې يې ناوې کور ته بېوله، نه ډولۍ وه نه کجاوه وه، نه لموزين و او نه بل گران بيه گاډى.

دۀ د بزگرانو ټراکتور ودراوۀ.

ناوې زوم پکې سپارۀ شول، پالې پالې روان وو.

په بسم الله قدم راواخله ښايستې ناوکۍ ....

برتانوۍ جوړې د وادۀ پنځه اوياکلنه کاليزه ولمانځله

اليسټر کوک نوى وادۀ کړى خو د همدې برتانيا داسې جوړه شته چې همدا تيره اوونۍ يې د وادۀ پنځه اوياکلنه کاليزه ولمانځله.

د سکاتلند اوسيدونکي رابرټ ايريکين او سوزان په نولس سوه اووه ديرشم کال کې ودنى ژوند پيل کړ.

زوم اوس سل کلن دى او ناوې ترې يو کال کشره ده.

له دويمې نړيوالې جگړې راهيسته دوى دواړو تر يوې شپې ډير وخت له يو بله جلا نه دي تير کړي.

د انځور حقوق PA
Image caption اليستر کوک د لوبې په ډگر کې ډير گړندى دى خو کور ته د ناوې رسول ته يې ډيره سسته لار خپله کړې وه

دې ته وايي مينه. خو په دې دومره وخت کې دوى ايله دوه زامن زيږولي.

شپږ لمسيان لري او شپږ يې کړوسيان دي

په هرو درو کې يو درمل نه اخلي

په برتانيا کې يوې سروې ښوولې چې د دې هيواد په هرو درو ناروغانو کې يو تن درمل نه اخلي.

ځينې وايي بوخت دي تر درملتونه تگ نه شي کولى.

په هرو پنځو کې يوتن وايي چې د درملو بيه لوړه ده.

دولس % بيا وايي د ډاکټر پريکړه نه منو ، هسې لگيا دى.

ځينې بيا وايي بې درملو به ښه شوو. پنځلس % بيا وايي زۀ يې پرواه نه لرم.

سروې دا نه ده ښوولې چې دغه بې پرواه ډله په کومو ناروغيو اخته وو.

ورته مطالب