سعودي: نارینه د ښځو لاندینۍ جامې نه شي خرڅولی

د سعودي یوه ښځه د انځور حقوق Getty
Image caption ښځو ته د ښځینه لاندینیو کالو له خرڅلاو ځایونو پرته بل ځای کې د کار اجازه نه شته.

سعودي عربستان ویلي چې نارینه په خرڅلاو ځایونو کې د ښځو لاندینۍ جامې نه شي خرڅولی.

دا قانون په ټول هېواد کې پلی کېدونکی دی.

د بشري حقونو فعالان وايي چې له لسګونو کالو راهیسې دا کار روان و، او اوس پرې بندیز یو ډول محدودیت دی.

همداراز، په سعودي عربستان کې د ښځینه خرڅوونکو مساله هم له څو کالو راهیسې پر یوې جنجالي موضوع اوښتې ده.

د سعودي ګڼې ښځې وايي چې له نارینه وو خرڅوونکو د ښځو د لاندینیو کالیو د اخیستو پرمهال د ډاډ احساس نه کوي.

په دې وروستیو کې د ملک عبدالله له لوري په یوه شاهي فرمان کې د ښځینه لاندینیو کالو د خرڅلاو په اړه صاد شو.

د جدې رادیو یوې وړاندې کوونکې سمر فطاني ویلي "دا د وخت مساله ده، له ډېر وخت مبارزې وروسته اوس چارواکي پرې پوی شول."

هغه سعودي ښځې معمولاً کارونو او دندو ته ځي، چې لیک او لوست یې زده وي، چې زیاتره په طبي برخه یا حکومتي ادارو کې کار کوي.

د سعودي عمومي مفتي عبدالعزیز آل الشیخ د خرڅلاو ځایونو څښتنانو ته خبرداری ورکړی چې پخپلو خرڅلاو ځایونو کې د ښځينه خرڅوونکو ګمارل له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي.

ورته مطالب