په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

زرداري: د ولسمشرۍ څوکۍ نه پرېږدم

Image caption اصف علي زرداري له ۲۰۰۸ کال راهیسې د پاکستان ولسمشر دی، چې دا مهال په یو شمېر ستونزو کې راګیر دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي چې دی به خپله څوکۍ پرېنږدي او په دې اړه هېچا ده ته نه دي ویلي چې استعفا دې ورکړي.

نوموړي دا سپیناوی تر هغه وروسته کړی چې په پاکستان کې داسې ګنګوسې وې چې د پاکستان ځواکمن پوځ غواړي دی لیرې شي.

خو ولسمشر ویلي چې تر دې مهاله له ده څه هېچا د ولسمشرۍ د څوکۍ پرېښودو غوښتنه نه ده کړې.

له یوه پاکستاني تلوېزیوني چینل سره په مرکه کې ښاغلي زرداري وویل چې خدای دې نه کوي چې څوک دې له ده د استعفا غوښتنه وکړي او که یې وکړي.

اصف علي زرداري له ۲۰۰۸ کال راهیسې د پاکستان ولسمشر دی، چې دا مهال په یو شمېر ستونزو کې راګیر دی.