''د ګوانتانامو زندان نه تړل د بشر پر حقونو تېری دی''

ګوانتانامو زندان
Image caption دا مهال په زندان کې ۱۷۰ بندیان لاهم بندیان دي.

نن (چهارشنبه، د جنورۍ ۱۱) زندان د جوړېدو لسمه کلیزه ده.

د بشر د حقونو ټولنو ددغې کلیزې په پلمه امریکا څخه ددغه زندان د تړلو غوښتنه کړې ده او له بندیانو سره د بشر د حقونو له قوانینو سره چلند وکړي.

امریکا دغه زندان د سپتمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته پر افغانستان په یرغل پسې جوړ کړ چې د القاعدې او وسله والو طالبانو مشهور غړي پکې بندي کړي.

یو شمېر زندانیانو چې هلته یې شپې ورځې تېرې کړې، ویلي چې دوی ځورول شوي او ډول ډول شکنجې ورکول شوې.

د امنسټي انټرنېشنل په نامه د بشر د حقونو نړیوالې ټولنې ویلي چې د ګوانتانامو د زندان په تړلو کې د امریکا د حکومت ناکامي د بشر د حقونو لپاره یوه ناوړه خبره ده.

امنسټي یا د بښنې نړیوالې ټولنې په دې اړه پخپل ځانګړي راپور کې د ګوانتانامو له زندانیانو سره د ناوړه چلند پېښې په ډاګه کړې او وايي چې ددغه زندان پرانیستې پاتې کېدنه د بشر پر حقونو یو تېری دی.

نامعلوم برخلیک

په ۲۰۰۹ کال کې چې بارک اوباما واک ته ورسېد، د ګوانتانامو د زندان د تړلو ژمنه یې وکړه، چې اروپايي مشرانو هم پرې خوښي وښوده، خو دا دی د روان کال په پای کې د ولسمشر اوباما د واکمنۍ روانه دوره پای ته رسېږي، خو لاهم د ګوانتانامو د بندیانو برخلیک معلوم نه دی.

رابرټ فریر چې د بښڼې په نړیوال سازمان کې پر امریکا نظر ساتي، وايي چې دا دی یوولسم کال پیلېږي، خو لاهم دغه زندان نه دی تړل شوی:

''د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو پروړاندې غبرګون کې د امریکا له خوا له تېرو لسو کالو راهیسې په پرله پسې توګه د بشر د حقونو سرغړونې روانې دي. د امریکا حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې د بشر د حقونو خیال نه دی ساتلی. تر هغو پورې چې د امریکا حکومت په ګوانتانامو زندان کې د بشر د حقونو پر مساله غور ونه کړي، که یې وتړي او یا یې هم پر خپل حال پرېږدي، نیوکې به پرې کېږي.''

ولسمشر اوباما ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ پر ۲۲مه به دغه زندان تړي، خو له دې سره سره، د ۲۰۱۱ کال د دسمبر ترنیمايي پورې هم لا پکې ۱۷۱ بندیان ساتل کېدل او ۱۲ بندیان خو د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ د ۱۱ نېټې راپدېخوا پکې ساتل کېږي.

عمري بند

په دوی کې یوازې یو یې د یوه پوځي کمیسیون له خوا په ۲۰۰۸ کال کې په عمري بند محکوم شوی او پاتې ۱۱ یې په داسې حال کې چې برخلیک یې نه دی ټاکل شوی، د بند شپې سبا کوي.

د اوباما اداره د ګوانتانامو زندان د تړلو د پاتې راتلو پړه پر کانګرس ور اچوي، خو د بښنې د نړیوال سازمان پلټونکی رابرټ فریر د امریکا دا عذر پرځای نه ګڼي:

''د ژمنو په پوره کولو کې د پاتې راتلو له کبله کورني قوانین او سیاستونه باید داسې عملي نه شي چې نړیوال قوانین تر پښو ورسره لاندې شي او دا هم کافي نه ده چې کله یو هېواد د بشر د حقونو په پلي کولو کې پاتې راځي، نو بیا د حکومت یوه څانګه د همدغه حکومت بله څانګه په دې کې د پاتې راتلو له کبله ملامتوي.''

د انځور حقوق AP
Image caption له دې زندانه یو شمېر راخوشي شوي بندیان وايي چې سخت ناوړه چلند ورسره شوی او سخت شکنجه شوي.

د ګوانتانامو زندان چې د کیوبا په خلیج کې د امریکا په یوه سمندري مرکز کې موقعیت لري، په تېرو لسو کالو کې ۷۷۹ کسان وروړل شوي او یوازې یو کس د امریکا فدرالي محکمې ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره وړل شوی.

بېرحمانه چلند

له پاتې بندیانو سره د پوځي کمیسیونونو له خوا بېرحمانه چلند شوی او اوس د امریکا حکومت هڅه کوي چې ددغه زندان شپږ بندیان د مرګ په سزا محکوم شي.

دا مهال په زندان کې ۱۷۰ بندیان لاهم بندیان دي، چې پکې د القاعده شبکې درېیم جګپوړی مشر او د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو د پلان جوړوونکی خالد شیخ محمد هم راځي، چې په ۲۰۰۳ کال کې پاکستان کې ونیول شو.

ورته مطالب