هغه ورځ چې کیم جونګ ایل ماته رولیکس ساعت راکړ

د انځور حقوق AFP

جانګ جین سونګ د شمالي کوریا د پخواني ولسمشر کیم جونک ایل په ستاینې کې کې خپل ډېر وخت تېر کړ او د شمالي کوریا د تلیغاتي ماشین په توګه یې کار کړی.

ښاغلي جین سونګ په ۲۰۰۴ کال کې له شمالي کوریا څخه جنوبي کوریا ته په تېښته بریالی شو، هغه ته په جنوبي کوریا کې ژوند لکه د شمالي کوریا د پېژندل شویو څېرو په شان دی.

ما د قلم په نوم شعر د شمالي کوریا رژیم ته ولیکه او زه چې په خټه د جنوبي کوریا یم یو ولسي شاعر یم، د کیم جونګ ایل په اړه مې حماسي شعرونه ویل چې د شمالي کوریا په دولتي ورځپاڼه کې چاپېدل.

ما په خپل ژوند کې دوه ځله کیم جونګ ایل لیدلی یو ځل ما په ۱۹۹۹ کې هغه ولید چې تر احساساتو لاندې ډوب شوی وم.

خو هماغه مهال مې په دې اړه فکر کاوه چې څنګه د مغزو وینځلو له لارې چې بېلابېلې لارې یې لرلې څنګه د خلکو روحیات تر اغېز لاندې راولي.

د کیم جونګ ایل خبرې د هېواد د چارو لپاره د یوه لارښود په توګه کارول کېدې، هغه ته د یوه ستر شخصیت په سترګه کتل کېدل خو کله چې ما له هغه سره وکتل نو ومې لیدل چې یو ځان منونکی او حتی لږ څه مغرور وو چې زه یې نهیلی کړی وم.

پریمانه ماکولات

کله چې ما له کیم جونګ ایل سره ولیدل نو ماته یې یو رولکس ساعت د سوغات په ډول راکړ، خو هغه وخت چې زه جنوپ کوریا ته راغلم په یوې مغزې کې مې ورته ساعت ولید چې بیه یې یوولس زره ډالره وو.

که څه هم خلک له لوږې سره مخامخ وو، خو هغه د سوغاتونو له لارې غوښتل چې پر خپلې شاوخوا وفادار کسان راټول کړي.

کله چې ما له کیم جونګ ایل سره وکتل نو له خپلو سلاکارانو یې وغوښتل چې زما پالنه وکړي چې وروسته بیا له ما سره ځانګړی چلند کېده، هغه شان چې نور عام خلک ترې بې برخې وو.

کله چې مو چې یو ځل له هغه سره مخامخ کتلي وای نو اغیز یې ډېر پراخ وو.

هلته ماکولات د ممتاز پوړ، لوړ بوړ او عامو وګړو ته په درې ډول ویشل کیږي، دورځې یو ځل، په درې ورځو کې یو ځل او په اونۍ کې یو وار.

حکومت ټول هغه څه سنجوي چې یو تن ته په ورځ کې په کار دي، د بېلګې په توګه ویټامینونه، انرژي او نور د اړتیا وړ خواړه. جیره یا ماکولات زښت ډېر دي، ماته به په اونۍ کې یوځل ماکولات راکول کېدل چې ښه پرېمانه وو.

ډېر عام وګړي له بازاره خپل د اړتیا وړ توکي اخلي نو زه ډېر بختور وم چې له حکومته مې ماکولات اخیستل.

زما په باور د ۱۹۹۴ څڅه تر ۱۹۹۹ کلونو ترمنځ ښايي درې میلیونه کسان د لوږې له امله مړه شوي وي.

زه ددې شاهد یم چې د پېژندل شویو او مخورو څېرو د ژوند حالت توپیر سره درلود.

ما ته معلومه شوه چې شمالي کوریا د نړۍ تر ټولو بې وزلی هېواد دی، چې د یوه شتمن مشر لخوا اداره کیږي نو له همدې امله ما هلته داسې شعرونه ولیکل چې پکې پر رژیم نیوکې شوې وې.

په ۱۹۹۰ کلونو کې چې د شمالي کوریا خلک له لوږې ځورېدل، کیم جونګ ایل هغه مهال میلیونونه ډالره د یوې سترې دولتي مقبرې ولګول، چې د حکومت د ناسمو لومړیتوبونو څرګندونه یې کوله.

له هغه سره زما دوهم ځل لېدنه حېرانونکې وه، موږ په ګډه یوه ننداره کتله او هغه د نندارې پر مهال په پرله پسې توګه ژړل. ما دا احساس کړه چې د هغه اوښکې د یوه انسان او عادي کس کېدو لپاره وې.

زموږ په دفتر کې د جنوبي کوریا کتابونو ته لاسرسی اسانه وو، ما هم د دواړو هېوادونو رژیمونه سره پرتله کول ، چې د شمالي کوریا په سیستم کې ډېرې کمۍ لیدل کېدې.

کمزوري کېدل

ما د هغو کتابونو راکړه ورکړه چې لوستلي مې وه د نورو د ملګرو ترمنځ چې په دفتر کې یې له ما سره کار نه کاوه پیل کړه، استخبارات پر دې وپوهېدل او حالات لږ څه سخت شول نو ما تصمیم ونیو چې باید نور شمالي کوریا پرېږدم.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ ایل د تېر دسمبر پر ۱۹مه ومړ.

ما ته زما دفتر یو ځانګړی اجازه لیک را کړی وو، چې د هغه په وسیلې مې کولای شول له چین سره د پولې په نژدې او هم په شمالي کوریا کې په اسانۍ سفر وکړم.

ما خپلې کورنۍ ته ونه ویل چې زه ځم، ځکه ما نه غوښتل چې هغوې خپه شي، ځکه دا ډول جلا کېدل ګناه وه.

زه له څپل یوه ملګري سره د تومن سیند له لارې چین ته تېر شوم او هلته مې یوه میاشت تېره کړه. او وروسته بیا د یو شمېر کسانو په مرسته جنوبي کوریا او بالاخره سیول ته ورسېدم.

هغه څه چې ما ولیدل جنوبي کوریا د یوه دیکتاتور له خوا نه بلکې د خلکو له خوا اداره کیږي.

بله حیرانوونکې خبر دا وه چې په جنوبي کوریا کې د معلولینو لپاره زیاتې اسانتیاوې موجودې دي، خو په شمالي کوریا کې به چې هر څوک له کاره ولوېدل نو پیونګیانګ لېرې به شړل کېدل.

ورته مطالب