''تهران کې چاودنې یو ساینسپوه وواژۀ''

ایران کې مخکنۍ چاودنه د انځور حقوق Getty
Image caption په وروستیو کلونو کې ګڼ ایراني ساینسپوهان په ورته پېښو کې وژل شوي.

ایراني رسنیو ویلي، چې د تهران په شمال کې د پوهنتون د یوه استاد په ګاډي کې د یوه موټر سایکل سپاره له خوا اېښودل شوی بم وچوول شو، او ساینسپوه پکې ووژل شو.

د فارس نیمه حکومتي خبري اژانس د یوه عيني شاهد له قوله ویلي، چې یوه موټر سایکل سپاره کس د پروفیسو په ګاډي کې بم کېښود او تر الونیه کېدو وروسته بم وچوول شو.

په چاودنه کې دوه نور کسان ټپیان شوي.

فارس وايي، وژل شوی ساینسبوه مصطفی احمدي روشن نومېږي، چې د حکومتي پرېس تلوېزیون په وینا پوهنتون کې د ساینس په برخه کې لیکچر ورکوونکی و.

د تهران د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې مشر حسن عباسي ویلي''یوه ۴۰۵ پيژو دستګاه د کتابي څلور لاره کې د علامه طباطبايي پوهنتون د پروفیسر په ګاډي کې اېښودل شوي او چوول شوي دي. ''

نوموړي دا هم ویلي چې د چاودنې په اړه پلټنه پیل شوې.

دا لا څرګنده نه ده چې دغه ساینسپوه د ایران په اتومي هڅو کې ښکېل وو او که نه.

۳۲ کلن احمدي د تېلو د صنعت له پوهنتون فارغ شوی او د یورانیمو د بډاینې په ناتانز څانګه کې څارونکی دی.

په وروستیو کلونو کې ګڼ ایراني ساینسپوهان په ورته پېښو کې وژل شوي.

تهران د دا ډول وژنو پړه پر اسراییلو او د امریکا پرمتحده ایالتونو اچوي، خو دواړه بیا د ایران دا ادعا بې بنسټه بولي.

ورته مطالب