د ټکنولوژۍ خبرونه

سمسمونګ د انځور حقوق AFP
Image caption سمسونګ ټلوزيون هم ژمنه کوي چې له زمانې سره به پرمختګ کوي

د امريکا په لاس وېګاس کې د لګښتي برېښنايي توکيو نندارتون چې په نړۍ کې د ټکنولوژۍ تر ټولو ستر فعاليت دی، سږ کال يې د ټلويزيونونو نوې په زړه پورې بڼې وړاندې کولې.

د دغه ډول ټلوزيونونو کچې په پرله پسې ډول غټېږي. د شارپ ستره ۸۰ انچيزه ۳ بعديزه پرده، چې د ۸ زره درجو کره والي د نړۍ تر ټولو لومړی او ځيرک ډول بلل کېږي.

سمسونګ ټلوزيون هم ژمنه کوي چې له زمانې سره به پرمختګ کوي، ځکه چې د ټولويوني جوړښت سخت کاليو برخې پرمختګ کړی دی.

دغه ډول ټلوزيون کېدی شي د ننه يوې جوړې شوې کامر له لارې په اشاره کنټرول کړی شي.

د سوني تر ټولو نری اولېډ ټلوزيون هم د ټلوزيوني تعاملي خدمتونو سره تړاو ته چمتو دی.

په داسې حال کې چې (LG) بيا د انډرويډ فعاليتي سيستم کاروي چې له مخې يې د ګوګل ټلوزيوني وکارېږي او د غږ کنټرولونې بڼې هم لري.

د انځور حقوق RTV
Image caption د لګښتي برېښنايي توکيو نندارتون کې د اېنټل چېپ جوړونکيو لومړی ډول ځيرک ټليفونونه وړاندې کړل

بيا هم د لګښتي برېښنايي توکيو نندارتون کې د اېنټل چېپ جوړونکيو لومړی ډول ځيرک ټليفونونه وړاندې کړل، چې د ګرځندې وسيلې (مېډفيلډ) کې خپل نوی پروسېسر کاروي.

د لېنووو K800 به په راتلونکو څو مياشتو کې په چين کې پلورنځايونو کې وي، په داسې حال کې چې موټورولا موبېليټي اټکل دی چې سږ کال وروسته بازار ته ووځي.

دغه ډول چېپ داسې جوړ شوی دی چې د بېټرۍ عمر به هم وروسره زيات وي.

دا د اېنټل دوهمه هڅه ده چې د بازار يوې ونډې لپاره زيار باسي، داسې بازار چې د بريتانيا فابريکي ارم هولډېنګ ډزايونونو پر بنست جوړو شويو پروسېسرونه په کې ډېر نوم لري. دا کېدی شي د اېنټل راتلونکي برياليتوب لپاره مهم ګام وي.

ګوګل د خپل لټون پر ماشين د يوې نوې ځانګړتيا اعلان کړی، چې له ګوګل او پيکاسا نه د معلوماتو په کارولو به د ځانګړو شويو پايلو لار پرانيزي.

دغه شرکت وايي دوی ګوګل د لټون په يو داسې ماشين بدلوي چې نه يوازي پر منځپانګه، بلکې پر خلکو او اړيکو هم پوهېدی شي.

خو دغه ګام سياله ټولنيزه شبکه ټويټر په غوسه کړې، داځانګړتيا د کاروونکيو لپاره ناوړه ده او لټون به لا سخت کړي.

ګوګل په ځواب کې وويل دغه ګام يوازې د ټويټر په څېر سيلانو لپاره بد دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption ګوګل د خپل لټون پر ماشين د يوې نوې ځانګړتيا اعلان کړی دی

د بي بي سي يوې پلټنې موندلې چې ګوګل په خپلې اعلاني وسيلې سره د توليد له ناقانونه سوداګرو پيسې ګټي.

په اعلانونو کې د لندن ۲۰۱۲ کال اولمپيک لوبو نارسمي ټکټ پلورونکي، دغه راز د چرس او جعلي پېژند پاڼو پلورونکي شامل دي.

وروسته له هغهچې د بي پي سي له خوا ورسره تماس ونيول شو، د لټون دغه ستر شرکت ناقانونه سوداګر لرې کړل، او يوازې د ۲۰۱۲ لندن رسمي وېبپاڼه د ضمانت شوې ليکې په توګه پرې ايښې ده.

ورته مطالب