روسيه: پر ايران نوي بنديزونه د رژيم بدلولو په مانا دي

Image caption روسیې خبرداری ورکړی چې پر ایران نویو بندیزونو او احتمالي پوځي اقداماتو ته به په نړیواله کچه د رژیم د بدلولو د یوې هڅې په سترګه وکتل شي.

روسیې خبرداری ورکړی چې پر ایران نویو بندیزونو او احتمالي پوځي اقداماتو ته به په نړیواله کچه د رژیم د بدلولو د یوې هڅې په سترګه وکتل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ګینادي ګاتیلوف وویل د لویدیځ له خوا هر ډول یو اړخیز بندیزونه به هغه نړیوالې هڅې زیانمنې کړي چې د ایران د اتومي پروګرام د موضوع د هوارولو لپاره کیږي.

دغه راز د جاپان لومړي وزير په توکیو کې د خبرو پرمهال وویل دا به ښه خبره نه وي چې له ایران سره د خبرو اترو لړۍ پرې شي.

دتیرې پنجشنبې په ورځ امریکا د انرژۍ پر دریو هغو کمپنیو بندیزونه ولګول چې له ایران سره راکړه ورکړه لري.

په دې کمپنیو کې یوه چینايي دولتي کمپنۍ هم شامله ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي دا چینايي کمپنۍ ایران ته د تیلو د چاڼ په خاطر د توکو دصادرولو تر ټولو ستره کمپنې ده.

د دسمبر په مياشت کې اروپايي ټولنې د ايران پر اټومي پروگرام د زياتېدونکو اندېښنو په رڼا کې پر هغه هيواد د نورو بنديزونو د لگولو غوښتنه کړې وه.

لسگونه ايراني شرکتونه او ځانگړي افراد به چې برتانيا پرې لا د مخه بنديزونه لگولي ، تر نويو محدوديتونو لاندې راشي.

خو اروپايي وزيران چې په بروکسل کې راټول شوي وو، د ايران پر تېلو د بنديز په اړه موافقې ته ونه رسېدل.

دغه ډول بنديزونه د ځينو له نظره د ايران اټومي پروگرام ته د پيسو په وچولو کې مهمه ونډه درلودلى شي.

ورته مطالب