د پاکستان حکومت د اعتماد رايې ته مخامخ دى

د انځور حقوق Getty
Image caption لومړي وزير د اپوزيشن گوندونو ته بلنه ورکړه چې بايد داسې يو اساسي قانون جوړ کړو چې نورو ته يې د تعبير کولو اړتيا پېښه نه شي

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني ويلي دي چې پارلمان يو ځل انتخاب کړې بيا د باور رايى تر لاسه کولو ته هېڅ اړتيا نه لري .

ښاغلي گيلاني ملي اسامبلي ته د وېنا په وخت خبردارى ورکړ چې د حکومت د پړاو يا دورې د کمولو واک يوازې پارلمان لري او بل هېڅ يوه اداره دا واک نه لري.

لومړي وزير دا څرگندونې په داسې وخت کې کړې دي چې په هېواد کې سياسي بحران لا پسى ژور شوى.

حکومت يو خوا د پوځ سره په لانجو اخته دى او بل اړخ ته د عدليې سره باوري اړيکي نه لري.

وړاندې د حکومت ايتلافي ملگري د عوامي نيشنل گوند مشر ، اسفنديار ولي د ډېموکراسۍ د ملاتړ په اړه يو پريکړه ليک وړاندې کړو.

په پرېکړه ليک کې ويل شوي دي چې بايد د هېواد ټولې ادارې د اساسي قانون په چوکاټ کې خپل رول ولوبوي.

اسفندېار ولي وويل چې د ډېموکراسۍ د پېاوړي کولو لپاره پارلمان د سياسي مشر تابه د هلو ځلو ملاتړ کوي.

د پارلمان غړي به د شنبې په ورځ په پرېکړه ليک رايې ورکوي.

حکومت ته ورپېښ گواښونه

د پاکستان پيپلز گوند اېتلافي حکومت د ٣٢٤ غړو په لرلو په پارلمان کې پرېکنده برلاسي لري.

مخالف گوندونه په گرانه ١٠٠ غړي راټولى شي چې حکومت د باور رايې بيا تر لاسه کولو ته اړ کړي خو د اپوزيشن لوى گوند مسلم ليگ (نوار شريف) غواړي چې په حکومت فشار نور هم زيات کړي.

بل اړخ ته پوځ سره هم د حکومت اړيکي خړ پړ دي.

په اوسنو حالاتو کې داسې نښې نښانې نشته چې پوځ دې کودتا ته چمتو والى نيسي خوپه سياسي لوبه کې ظاهرا" د خپل رول نه نه دې پر شا شوي.

لږ تر لږه پوره کوشش به کوي چې راتلونکي حکومت د دوب د خوښې وي.

بل اړخ ته اوسنى حکومت لا د پخوا د يادښت پاڼې "مېمو گېټس " د رسوايې د قضيې سره مخ دى.

" مېموگېتس" د رسوايې هغه قضيه ده چې ادعا کيږي په واشنگټن کې د پاکستاني پخواني سفير حسېن حقاني د اوسامه بن لادن د وژنۍ وروسته د ملکي حکومت پرضد د ممکنه کودتا د مخنيوي لپاره د امريکا مرسته غوښتلې وه او په دې اړه يې د يوۀ پاکستاني نژاده امريکايي تجار په لاس يادښنت پاڼه ا مريکايي چارواکو ته لېږلې وه.

حکومت او پخوانى سفير دا ادعاوې بې بنسټه بولي.

خو د حکومت لپاره لوېه وارخطايي په ستره محکمه کې د دوشنبى په ورځ د ولسمشر اصف علي زرداري په گډون د يو شمېر سياسي شخصيتونو پر ضد د فساد د دوسيو راسپړل دي.

د پردى شا ته لوبه

داسې نه برېښي چې اوسنى حکومت به سمدستي له مېنځه لاړ شي خو د حکومت مخا ليفين به دا هڅه کوي چې د مارچ په مېاشت کې د مشرانو جرگى يا سېنټ په انتخابونو کې واکمن د خلکو گوند (پي پي پي) او ملگري يې زياتې څوکې تر لاسه نه کړي.

ښايي د حکومت مخالفين به غواړي چې د سېنټ د انتخابونو په يوۀ نه ېوۀ ډول مخه ونيسي.

ځکه که په راتلونکو پارليماني انتخابونو کي څوک هم برى تر لاسه کړي خو که د مشرانو په جرگه کې اکثريت ونه لري نو هېڅ ېو نوى قانون نه شي تصويب کولې او د اوسني واکمن خلکو گوند او ملگرو ملاتړ ته به اړ وي.

د عمران خان تحريک انصاف چې د راتلونکو انتخابونو لپاره يې ډېر تېارى پېل کړي د مشرانو جرگه کې څوکې نه لري.

لومړي وزير د شنبى په ورځ د کابينې د دفاعي کمېټې غونده هم غوښتې ده.

د اوسني بحران له پېل راهيسې به دا د ملکي او پوځي چارواکو تر مېنځ لومړى مخامخ کتل وي.

داسې امکان شته چې دوى په يوه پاکستاني پوځي پوسته د تېر کال ناټو په بريد هم وغږيږي .

ورته مطالب