یوسف رضا ګیلاني د محکمې پوښتنو ته غوښتل شوی

Image caption د پاکستان سترې محکمې قضاء ته د سپکاوی په تور ښاغلی ګیلاني د څرګندونو لپاره وروغوښت.

د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد سترې محکمې ته د فساد د قضیو په تړاو د پوښتنو ځوابولو ته ورغوښتل شوی.

یوسف رضا ګیلاني د پاکستان پارلمان ته وویل، چې د پنجشنبې په ورځ به محکمې ته ورشي او د دې محکمې پوښتنې به ځواب کړي.

په دې سره ددغه هېواد د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوه.

د دوشنبې په ورځ (جنوري ۱۶) محکمې وویل چې ګیلاني له دې کبله ورغواړي، چې د ولسمشر زرداري په ګډون یې د فساد اړوندو قضیو څېړنه ولې نه ده پیل کړې.

که څه هم محکمې یوازې ګیلاني ورغوښتی، خو ډېری څارونکي وايي چې د محکمې اصلي هدف ولسمشر دی.

سترې محکمې له حکومته وغوښتل چې د سویس د حکومت هغه څېړنه تعقیب کړي، چې ولسمشر زرداري هم پکې ښکېل بلل شوی.

خو حکومت او زداري دواړو ویلي چې ولسمشر د خوندیتوب واک لري، ځکه چې لاهم په واک کې دی.

لومړي وزير ويلي دی به د قضيې اورېدو لپاره محکمې ته ورځي، خو خبرداری يې ورکړ، چې قاضيان او د دغه هېواد ځواکمن پوځ دواړه بايد د ديموکراسۍ ساتنه وکړي.

دا په پاکستاني سياست کې يوه ډرماټيکه ورځ وه چې پېښې يې زما ترمخ دوو سپينو وانيو کې روانې وې.

د لومړي وزير ګيلاني لپاره بد خبرونه زما ښي لور ته ستره محکمه کې وو. هلته د لومړي وزير پر وړاندې د سپکاوي قضيې د سپيناوي اجراءات پيل شوي، ځکه چې د ولسمشر اصف علي زرداري په ګډون د جګپوړيو سياستوالو پر ضد د فساد قضيو بيا پرانيسته کې پاتې راغلی دی.

که ښاغلی ګيلاني ګرم وموندل شي، نو له دندو ښکته کېدو اړ کېدی شي.

چودري نصير احمد بټا يو مشر وکيل دی، دی وايي:

د وتلو لار نشته

"د وتلو هېڅ لار نشته، لومړی وزير له دغو اجراءاتو نه شي بچ کېدلی. دی به اړ وي چې د سترې محکمې تر مخ حاضر شي، دی به اړ وي چې د پاکستان سترې محکمې ته په درناوي ټيټ شي. دی به اړ وي چې قانون او د پاکستان اساسي قانون ته ځواب ووايي، تر هغه چې دی په يو قانوني ډول ځواب ونه وايي، فکر نه کوم چې د لومړي وزير لپاره دې د وتلو کومه لار وي"

خو زما کيڼ لور ته په پارلمان کې بيا لومړي وزير ګيلاني خپله ورځ په ښو خبرونو پای ته ورسوله.

Image caption ښاغلي ګیلاني ویلي، چې تل یې د محکمې درناوی کړی، او په پنجشنبه به محکمې ته حاضر شي.

د پارلمان غړيو په ديموکراټيکه بهير کې د باور رايې پرېکړه ليک په پراخ ډول تصويب کړ. دا يو داسې ګام دی، کله چې د پوځ او محکمو ننګونو پر وړاندې د جګړې خبره راځي، نو داسې ښکاري چې د لومړي وزير لاس يې ځواکمن کړی وي.

که خبره د پوځ په اړه وي يا قضا په اړه، کېدی شي تل په رايو کې توپير وي، ځکه دا يوه ديموکراسي ده. خو دواړه بايد په پاکستان کې ديموکراسي وساتي، دوی نظام نه شي راپرځولی.

خو د ښاغلي ګيلاني پر وړاندې لا تر اوسه اوږد واټن دی چې له ځنګه نه دې بهر شي. پنجشنبه/پنځنۍ چې کله دی په محکمه کې راڅرګندېږي، دا به د ده د حکومت پاتې کېدو پرېکړه کې ډېر مهم وي، او هم په ريښتيا ډول پر دې پام راغونډونه کې چې د دغه هېواد له سترو ستونزو سره څه ډول چلن وکړي.

ورته مطالب