په کویت کې نرښځوکي شکنجه کېږي

نرښځي
Image caption په خلیجي هېوادونو کې د جنیست بدلولو سزا لوی مالي غرامت او یا زنداني کېدل دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د کویت پولیس د نرښځوکو کسانو په شکنجه کولو تورن کړي، او له حکومت ته یې غوښتي چې ددغو کسانو ملا وتړي.

د کویت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، تر هغه چې د نیویارک مېشتې بشري حقونو د ټولنې بشپړ راپور ونه لولي، د شکنجو په اړه څرګندونې نه شي کولی.

د ‘’ساتیري لپاره یې پسې واخلئ’’ په نامه د بشري حقونو نیویارک مېشتي سازمان راپور وايي، په کویت کې پولیسو نرښځوکي کسان کړولي او شکنجه کړي دي.

راپور وايي، چې دغه کسان د پولیسو له خوا تعقیب او نیول شوي، او ان په ځينو مواردو کې تښتول شوي هم دي.

سازمان د کویت له حکومته د ۲۰۰۷ کال هغه خپور شوی قانون لغوه کړي چې د انسان د جنیست بدلول یو جرم ګڼي.

راپور له کورنیو چارو وزارت دا هم غوښتي چې ښکېل پولیس دې وپوښتل شي.

تام صلاحیت

د سازمان په دې خپاره شوي راپور کې، چې د ۴۰ نرښځوکو کسانو په اړه جوړ شوی، او د کورنیو چارو وزارت، ډاکټرانو، او د مدني ټولنې او بشري حقونو د فعالانو څرګندونې پکې راغلې، ویلي چې پولیسو ته له هېڅ قید او شرط پرته دا صلاحیت ورکړل شوی چې نرښځوکي وځوروي.

د منځني ختيځ لپاره، د بشري حقونو د څار سازمان استازې سارا لي واټسن وايي ‘’هېڅوک دا حق نه لري چې یو بل څوک له جرم پرته ونیسي او بیا د پولیسو په لاس وکړول شي.’’

نوموړې زیاتوي ‘’د کویت حکومت باید د خپلو هېوادوالو او اوسېدونکو پوره پاملرنه وکړي.’’

د ویلو ده چې د نارینه جنس په ښځينه بدلول، په خلیجي هېوادونو کې د دین او ټولنیزو مقرراتو له مخې ناروا دی.

که چېرې څوک دا کار وکړي، نو جرم یې لوی مالي غرامت او یا زنداني کېدل دي او په ټولنه کې په سپکه سترګه ورته کتل کېږي.

ورته مطالب