پاکستاني طالبان: حکیم الله مسید ژوندی دی

حکیم الله مسید
Image caption پاکستاني طالبانو د خپل مشر حکیم الله مسید د وژل کېدو راپور رد کړی.

د پاکستان استخباراتي سرچینو ویلي په غالب احتمال د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسید د امریکا څارګرو الوتکو په برید کې وژل شوی.

د پاکستاني طالبانو تحریک د خپل مشر د وژل کېدو خبر رد کړی، خو د ردولو لپاه یې کوم ثوبت نه دی راوړی.

د پاکستاني استخباراتو څلورو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دوی باور کوي چې د پاکستاني طالبانو مشر د هېواد لپاره تر ټولو لوی سرخوږی و، چې غالباً د امریکا بې پیلوټه الوتکې په نښه کړی دی.

چارواکو دا هم ویلي چې د حکیم الله مسید د وژل کېدو د خبر څرک یې د هغه د جنګیالیو له نیول شوو تیلې فوني اړیکو ترلاسه کړی.

سرچینې ویلي، چې نوموړی د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په 'نوې اډه' سیمه کې یوې ناستې ته روان و چې په نښه کړای شو.

اسوشېټېډ پرېس خبري ازانس د پاکستاني استخباراتو د یوه چارواکي په حوالي ویلي، له نیول شوو اړیکو معلومېږي چې ښاغلی مسید د تېرې جنورۍ پر ۱۲مه وژل شوی.

یوه جګپوړي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چارواکو تر دې مهاله په رسمي توګه د ښاغلي مسید د وژل کېدو خبر نه دی خپور کړی.

رد

خو په مقابل کې، د پاکستاني طالبانو یوه ویاند عاصم الله مسید بیا د خپل مشر د وژل کېدو خبر رد کړی.

نوموړي ویلي، حکیم الله مسید د څارګرې الوتکې د برید په سیمه کې نه و.

یوه بل ویاند بیا ویلي چې ''حکیم الله مسید انسان دی، مرګ او ژوند لري، هغه یو لوی جنګیالی دی، او د شهادت هیله ورته کوو... که حکیم الله مسید ژوندی وي یا مړ، موږ خپل جهاد ته دوام ورکوو، موږ ګڼ زمریان لرو، چې د یوه او بل ځایناستي شي.''

خو دغې ډلې بیا د خپل مشر د ژوندي پاتې کېدو کوم ثبوت نه دی راوړی، لکه څنګه یې چې په۲۰۱۰ کال د حکیم الله مسید د ژوندي پاتې کېدو وېدیو خپره کړه.

ورته مطالب