بلوچستان کې پر پاکستاني عسکرو بريد شوى دى

پاکستان پوځ د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستاني پوځ وايي د دوى څوک نه دې وژل شوي خو وسله والو ته يې مرگ ژوبله اړولې

د پاکستان پہ بلوچستان ایالت کې تیرہ شپہ ( دوه شنبه - سه شنبه) د سرحدي عسکرو او ناڅرگندہ وسلہ والو کسانو ترمنځ نښتہ کې ١٣ کسان وژل شوي دي۔

د چارواکو پہ وینا پہ پیښہ کې سرحدي عسکرو تہ زیان نہ دی اوښتی او د دوى په وينا وژل شوي کسان د بلوڅو بيلتون غوښتونکو اورپکو غړي دي.

تیرہ شپہ د افغانستا ن او خیبر پښتونخواہ پلوو تہ څېرمہ د بلوچستان پہ موسی خیل ولسوالۍ کې د بہلول پہ سیمہ کې ھغہ مهال د ځينو ناڅرگندہ وسلہ والو کسانو او سرحدي عسکرو ترمنځ دغه نښتہ وشوہ۔

پہ کوټه کې د سرحدي عسکرو د ویاند پہ وینا تر برید وروستہ سرحدي عکسرو پہ ځوابي بريد کې ١٣ کسان وژلي دي.

ویاند زیاتہ کړہ چې د وژل شوو کسانو تړاو له بيلتون غوښتونکو اورپکو بلوڅانو سره دى۔

ویاند ویلي دي چې د نن ( سه شنبه د جنوري ١٧) د سہار خوا تہ جگړہ ختمه شوې دہ او پہ دې پیښہ کې سرحدي عسکرو تہ ھيڅ ځاني زیان نہ دی اوښتى.

د سکرو لويې زيرمې

د یادوني وړ دہ چې تیرکال د نومبر پہ میاشت کې ہم د ځينو ناڅرگندہ وسلہ والو کسانو لہ خوا د پاکستان د سرحدي عسکرو پر یوۀ کاروان باندی دغہ ډول برید شوى و۔

په هغه بريد کې د سرحدي عسکرو ١٤سرتیري وژل شوي وو۔

وروستہ د بلوڅ بېلتون غوښتونکو یوې ډلی بلوڅ (لبیریشن آرمي بې ایل اې) د پیښې پړہ پہ غاړہ آخستې وه او د څلویشتوو سرحدي عسکرو د وژنې اعدا یې کړې وه۔

خو تر دم گړۍ پورې یوې ډلې ہم د تیرې شپې د پیښې پړه پہ غاړہ نہ ده آخستې۔

د موسى خيل او چمالنگ سيمې د سکرو لويې زيرمې لري.

په ٢٠٠٧ کال کې د جنرال پرويز مشرف د واکمنۍ پر وخت له دغه ځايه د سکرو د ايستلو چاره پيل شوه چې د بلوڅانو له سخت مخالفت سره مخامخ شوه.

د سکرو د معدن کنستلو څخه وروسته په پرله پسې ډول بلوڅو بېلتون غوښتونکو دغلته پر پوځي ځايونو بريدونه کړي دي.

دغه راز پنجاب ته تلونکې په سکرو بار لارۍ هم په نخښه شوي او چلوونکي يې وژل شوي دي.

ورته مطالب